د لاس رسي وړ اتصالات

ځیني افغان دولتي مامورین: له پنځو میاشتو معاشونه نه دي راکړل شوي


دغه دولتي کارکوونکی له چارواکو غواړي چې ژر تر ژره حق حقدار ته ورسوي.
دغه دولتي کارکوونکی له چارواکو غواړي چې ژر تر ژره حق حقدار ته ورسوي.

د افغانستان حکومت د ځینو ادارو کارکوونکي وايي له تېرو پنځو میاشتو راهېسې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

دغه مامورین وايي له هغه راهیسې چې د معاش د وېش لړۍ یې ټکنۍ شوې د ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

یو دولتي کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل: "روژه په سختۍ تېروو او راتلونکي اختر ته حیران یو. له تېرې لیندۍ، مرغومي، سلواغې، کب او وري میاشتو تنخواوې نه دي راکړل شوي."

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، د پوهنې وزارت او د احصایې او معلوماتو ملي اداره هغه دولتي بنسټونه دي چې ویل کیږي تر دا مهاله یې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

دغه دولتي کارکوونکي له چارواکو غواړي چې ژر تر ژره حق حقدار ته ورسوي.

ستونزه چېرې ده؟

د افغانستان د مالیې وزارت چې د دولتي کارکوونکو د معاشاتو اجرا کولو مسولیت لري وايي چې دوی خپله دنده پر وخت ترسره کړې ده.

د دغه وزارت ویاند رفیع تابع امریکا غږ ته وویل: "کله چې د دولتي کارکوونکو د معاشونو حوالې موږ ته راځي موږ یې د دوه ورځو په اوږدو کې چارې بشپړو. د معاشونو په ځنډولو کې تر ډېره اړوندې ادارې ستونزې جوړوي."

ښاغلي تابع زیاته کړه چې د روژې میاشتې او راتلونکي اختر اړتیاوو ته په کتو د مالیې وزارت په نظر کې لري چې د دولتي کارکوونکو د غویي میاشتې معاشونه هم اجرا کړي.

د افغان دولتي مامورینو د معاشاتو د پر وخت نه اجرا کېدو یو بل لامل د ولسي جرګې لخوا پر وخت د ۱۴۰۰ کال بودیجه نه تصویبېدل و.

په افغانستان کې له ۵۰ سلنې ډېر وګړي په فقر کې ژوند کوي چې د دولت ډېر شمېر عادي کارکوونکي هم په دغې ډلې کې راځي.

له دې مخکې د مالیې وزارت ویلي وو چې د ولسمشر په شمول د لوړپوړو دولتي مامورینو معاشونه کمیږي او د ټیټ پوړو کارکوونکو به ډېرې شي.

XS
SM
MD
LG