د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشر او نورو لوړپوړیو مامورینو معاشونه کمیږي او د ټېټ پوړو زیاتیږي


ولسي جرګې تر دا مهاله د ۱۴۰۰ مال کال بودجې طرحه هم د دې او ځینو نورو لاملونو له امله دوه ځله رد کړې ده.
ولسي جرګې تر دا مهاله د ۱۴۰۰ مال کال بودجې طرحه هم د دې او ځینو نورو لاملونو له امله دوه ځله رد کړې ده.

د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده وایي په ۱۴۰۰ مالي کال کې به د ښوونکو او ټیټ رتبه دولتي مامورینو معاشونه زیاتیږي.

نوموړي نن سې شنبه فبروري ۱۶ ( سلواغه ۲۸) په خپل ټویټر کې لیکلي چې د معاشاتو د زیاتوالي لپاره د داخلي سلاکارانو شمېر او معاشونه ارزول کیږي او بیا به یې شمېر او معاشونه دواړه کميږي.

هغه زیاته کړې چې د ولسمشر، د هغه مرستیالانو او کابینې د نورو غړو معاشات او مصارف به هم راکم شي.

نوموړي زیاته کړې:"همداراز په پام کې ده د جمهور رئیس، د جمهور رئیس د مرستیالانو او د کابینې د غړو تنخواوې (او نور لوی مصارف) راکم شي څو د معلمینو او مامورین په معاشونو کې لازمه اندازه زیاتوالی راشي."

خو هغه نه دي ویلي چې دا مهال د ولسمشر اشرف غني، د هغه د مرستیالانو او نورو لوړ رتبه مامورینو معاشونه څومره ده.

د سلاکارانو دقیق شمېر هم معلوم نه دی.

د معاشونو پر مسئلې بحثونه

د افغانستان مالیې وزارت وروسته تر هغه یاد خبر ورکوي چې د افغانستان ولسي جرګې یو شمېر غړو د ۱۴۰۰ مالي کال په بودجه کې د ښوونکو او ټیټ رتبه دولتي مامورینو د معاشاتو د لوړېدو غوښتنه وکړه.

ولسي جرګې تر دا مهاله د ۱۴۰۰ مال کال بودجې طرحه هم د دې او ځینو نورو لاملونو له امله دوه ځله رد کړې ده.

تر هغه وروسته مالیې وزارت تیره میاشت وویل چې د ولسمشر غني د هدایت په اساس یوه ګډه تخنیکي کمېټه ته د دولتي مامورینو د معاشونو لوړولو په اړه څېړنه کوي.

مالیې وزارت د روانې فبروري میاشتې په لومړیو کې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې طرحه دریم ځل د تائید لپاره ولسي جرګې ته ولېږله.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال هغه مهال په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي و: "د کابینې مجلس د۱۴۰۰ مالي کال دملي بودجې دریمه مسوده له تغییراتو او وړاندیزونو سره پاس کړه، له ملي شورا مو هېله داد چې دریمه مسوده بودجې تصویب کړي."

ویل کیږي چې ولسي جرګه د بودجې پر طرحې بحثونه کوي، خو تر دا مهاله یې نه رد او نه هم تائید کړې ده.

ویل کیږي چې د ۱۴۰۰ کال بودجې د طرحې نه تصویبدو له امله د زرګونو دولتي مامورینو او چارواکو معاشات هم ځنډیدلي دي.

XS
SM
MD
LG