د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې نجونې او ښځې د پراخه اوسیستماتیک تبعیض سره مخ دي


د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې په نږدې تیرو دوو کلنو کې د نجونو او ښځو د ژوند په اړه په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په دغه هیواد کې نجونې او ښځې د یو پراخه او سیستماتیک تبعیض سره مخ دي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا په دغه راپورکې، چې د جون ۱۵ ( غبرګولي ۲۵) خپور کړی ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د سیستماتیک تبعیض یوه تر ټولو ښکاره بیلګه په پرله پسې توګه طالبانو د فرمانونو، احکامو، اعلامیو او لارښوونو صادرول دي چې د ښځو او نجونو د تګ راتګ، لباس، چلند د آزادۍ، تعلیم، کار، روغتیا او عدالت ته لاس رسی په ګډون، د هغوی حقونه محدودوي.

دا راپور وايي، د ۲۰۲۱ د سپټمبر او د ۲۰۲۳ د مې میاشتو ترمنځ، له ۵۰ ډیر فرمانونه صادر شوي دي.

دا راپور د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ۲۰/۵۱ پریکړه لیک له مخې ترتیب شوی، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ څخه د ۲۰۲۳ کال د مۍ د میاشتې پورې په افغانستان کې په کې ښځو او نجونو د وضعیت ارزونه شوې ده.

په دې راپور کې ۷۹ افغانانو سره، چې ۶۷ یې ښځي دي د افغانستان په دننه او بهر کې مرکې شوي دي

د راپور په ترتیبولو کې د بشري حقونو مدافعینو، ژورنالیستانو، حقوق پوهانو، پوهنتون استادانو، متشبثینو، ښوونکو، زده کوونکو، د ټولنیزو خدمتونو وړاندې کوونکو او سوداګرو ښځو سره خبرې شوي.

همداشان، په دې راپور کې په ۱۸ ولایتونو کې د ۲۱۱۲ افغان مېرمنو یوه سروې چې د ۲۰۲۳ په مارچ کې ترسره شوې او د ۱۵۹ نورو ښځینه فوکس ګروپ ګډونوالو نظرونه، چې د ۲۰۲۳ د مارچ سروې د پایلو په اړه په ۱۱ ولایتونو کې ترسره شوي وو هم ځای ورکړل شوی دی.

دا راپور د ملګروملتونو د د بشري حقونو د شورا ۵۳مې غونډې ته چمتو شوی دی.

ټاکل شوې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا غونډې به د راروانې میاشتې جون د ۱۹ څخه د جولاې د میاشتې تر ۱۴ نیټې پورې دوام وکړي.

په دې راپور کې محدودیتونو، په سیاسي او عامه ژوند کې د ښځو استازیوب او ګډون، اقتصادي او ټولنیز ژوند، زده کړې، کارمونده، د تګ راتګ ازادي، روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی، جنسي او د بیا زیږونې حقونه، روانې روغتیا، کورنۍ او کلتوري ژوند، د ناوړه چلند زیاتوالی، جنسیتي تاوتریخوالی ، کورنی تاوتریخوالی، جنیستي وژنې، عدالت ته لاس رسی، ډیرې محرومې او زیانمې شوې ښځې او نجونې، جنیستي زورونه، جنیستي تبعیض په موضوعاتو باندې بحثونه شوی او د راپور په پای کې سپارښتونو ته ځای ورکړل شوی دی.

په راپور کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو په وړاندې د پرله پسې فشارونو او محدودیتونو یادونه شوې او ویل شوي چې په نړۍ کې بل هېڅ داسې هېواد نشته، چې په کې پر ښځو او نجونو دې دومره زیات محدودیتونه لګول شوي وي ،لکه چې په افغانستان کې پر ښځو باندې لګېدلي دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض په اړه د کاري ډلې په دې راپور کې ویل شوي، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنیدو وروسته ښځې او نجونې د پراخه او سیستماتیک تبعیض سره مخ شوي دي

د راپور له مخې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له اساسي حقونو څخه په پراخه کچه د سیستماتیکو سرغړونو بهیر چې د طالبانو د تبعیض او بدبینۍ پالیسي او د پلي کولو سختې طریقې ورسره یو ځای دي، د جنسیتي تعقیب او د جنسیتي تبعیض یو اساسي چوکاټ رامنځته کړی دی.

د ملګرو ملتونوپه دغه راپور کې د طالبانو د حکومت د دغو محدودیتونو په وړاندې د افغان ښځو د مقاومت ستاینه هم شوې او له طالبانو غوښتل شوي، چې د بشري حقونو ټولو هغو نړیوالو مسوولیتونو ته دې درناوی وکړي، چې افغانستان منلي او ټول هغه فرمانونه او پرېکړې، چې په ځانګړې ډول ښځې او نجونې په کې په نښه شوي بیرته واخلي

ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې باید د افغانستان سره بوخت پاتې شي او د بشري حقونو د جدي سرغړونو لپاره د حساب ورکونې د ملاتړ لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

طالبانو حکومت لا د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو دمخه طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته د ښځو د حقونو په اړه په یو راپور کې ویلي، چې دا حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نجونو او ښځو ټولو حقونو ته ژمن دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا په دې ترتیب شوي راپور کې ویل شوي و، چې په افغانستان کې د نجونو تعلیم په برخه کې محدودیتونه موقتي دي.

XS
SM
MD
LG