د نومبر دویمه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیواله ورځې سره هم هممهاله، ملګري ملتونه وايي چې په تېر یو کال کې لږترلږه ۳۴ خبریالان وژل شوي.
ملګري ملتونه وايي د خبریالانو د وژلو له هرو اوو قضیو څخه یې شپږو ته سزا نه ده ورکړل شوې او د جګړې په سېمو کې د مجازاتو نه ورکولو کچه نږدې ۱۰۰ سلنې ته رسېږي.
د نومبر دویمې په اړه د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش وايي، د رسنیو کارکوونکي د خلکو په خبرولو او د واک لرونکو کسانو د حساب ورکولو په برخه کې مهم او بنسټیز رول لوبوي. خو هغوی ډېر ځله له ځورونې، څارنې، قانوني دعوو، بریدونو او بندي کېدو سره مخ کېږي، او کله ناکله ان شکنجه کېږي او وژل کېږي؛ یوازې د دې لپاره چې خپل مسلکي کار کوي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش وايي "د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د مجازاتو د نه ورکولو د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په مناسبت، موږ د عدالت غوښتنه کوو.کله چې خبریالان په نښه کېږي او د هغوی راپور ورکول چوپ کېږي، نو موږ ټول قربانیان کیږو. "
د ملګرو ملتونو د پوهنې، ساینس او کلتور سازمان (یونیسکو) د راپور له مخې د ۲۰۰۶ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په ټوله نړۍ کې له ۱۶۰۰ څخه زیات خبریالان وژل شوي دي چې د دغو وژنو نږدې له هرو اوو قضیو څخه شپږ یې لا هم له قضايي پلوه ناحل پاتې دي.
د ملګرو ملتونو د ښوونې، علم او کلتور سازمان (یونیسکو) په راپور کې راغلي: "یوازې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې ۱۸۹ خبریالان په تاوتریخجنو بریدونو کې وژل شوي، چې ۶۷ سلنه یې د جګړې په سېمو کې وو.له دغو وژل شویو څخه ۵۰ تنه یوازې په شپږو جګړه ییزو سېمو کې د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) په بریدونو کې وژل شوي دي."
یونیسکو وايي، د ښځینه خبریالانو لپاره خطرونه د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، انلاین ځورونې او نورو هدفي ګواښونو سره لا پسې پېچلي او جدي کېږي.
بلخوا د افغانستان د خبریالانو مرکز د ۱۴۰۴ کال په راپور کې په افغانستان کې د خبریالانو پروړاندې د سرغړونې لږترلږه ۲۰۷ پيښې ثبت کړې دي. دغه مرکز وايي، چې په دغو پیښو کې د دوو تنو وژل کېدل، د یو تن ټپي کېدل، او د ۲۱ خبریالانو د نیولو په ګډون ۱۸۳ د ګواښونو پيښې شاملې دي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان مشرحامد عبیدي وايي "د خبریالانو د خوندیتوب لپاره تر ټولو مهم فکټور حقوقي جوړښت دی.کله چې په یوې ټولنه کې حقوقي جوړښت شتون و نه لري او د رسنیو کار تفریف نه شي، او په قوانینو کې د رسنیو د کار لپاره واضح تعریفونه شتون و نه لري، د خبریال مصونیت نه تضمین کیږي. "
د افغان خبریالانو د خوندیتوب او ملاتړ سازمانونو په وار وار غوښتي چې د خبریالانو د خوندیتوب او د بیان ازادۍ د ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.
فورم \ دبحث خونه