د لاس رسي وړ اتصالات

کرنې وزارت: د ننګرهار د جلغوزیو حاصلات ۶۲۷ مټریک ټنو ته رسېدلي


د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې په روان کال کې د ننګرهار ولایت د جلغوزیو سږني حاصلات ۶۲۷ مټریک ټنو ته رسیږي چې دغه کچه د تېر کال په پرتله ۳۸ سلنه زیاته ده.

د دغه وزارت خبرپاڼه چې نن چهارشنبه اکټوبر ۲۸ (لړم ۷) خپره شوي وایي چې دغه ولایت کې د دغې مېوې د دودېدو لپاره یې یو شمېر اقدامات ترسره کړي دي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویلي: "ننګرهار کې د جلغوزې تولید هر کال په پراخېدو دی. د جلغوزو د ځنګونو پراخول او کروندګرو ته پوهاوی ورکول د جلغوزې د زیاتېدو لوی لاملونه دي."

د ننګرهار د کرنې ریاست د معلوماتو په اساس دغه ولایت کې څه باندې ۷۰ زره هکټاره ځمکې باندې ځنګلونه شته چې ۱۶ سلنه یې د جلغوزیو ونو پوښلې ده.

په ورستیو کلونو کې د افغانستان جلغوزې د ښه کیفیت له امله نړیوالو مارکېټونو ته لاره پیدا کړې ده.

له دې ډلې چین د افغانستان حکومت سره هوکړه کړې چې د دغه هېواد جلغوزې وارد کړي.

د چین سربیره ۱۶ نورو هېوادونو هم د افغانستان د جلغوزیو د اخیستلو تقاضا لري.

بهر ته د جلغوزې صادرول افغانستان کې د دغې مېوې د پروسس اړتیا پیدا کړې چې دوه کاله مخکې د سیمې په کچه د جلغوزیو د پروسس یوه معیاري فابریکه کابل کې پرانیستل شوه.

دغه فابریکه اوس مهال جلغوزي پروسس او صادرولو ته چمتو کوي.

XS
SM
MD
LG