د لاس رسي وړ اتصالات

کرنې وزارت: د بدخشان د پستې حاصلات ۶۴ سلنه ډېر شوي


د افغانستان د پستې دانه کوچنۍ ده خو د کیفیت په برخې کې بیا د نړۍ په کچه ساری نه لري
د افغانستان د پستې دانه کوچنۍ ده خو د کیفیت په برخې کې بیا د نړۍ په کچه ساری نه لري

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې بدخشان ولایت کې د پستې حاصلات د تېر کال په پرتله ۶۴ سلنه ډېر شوي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼې کې چې نن سه شنبه اکتوبر۲۷ (لړم ۶) خپره شوې راغلي دي چې تېر کال د بدخشان ولایت نه ۲۰۰ مټریک ټنه پسته ترلاسه شوې وه خو سږ کال دغه کچه ۵۵۰ مټریک ټنو ته لوړه شوې ده.

خبرپاڼې کې راغلي دي چې: "د دغې مېوې په ځنګلونو کې د ونو د پرېکېدو مخه نیول شوې او په اړه یې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی."

له بلې خوا دغه وزارت وايي چې د یادې مېوې د ودې لپاره یې په ۲۸ ولایتونو کې د زرو هکټارو بڼونو د جوړولو لپاره یې د پستې تخمونه ویشلي دي.

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د پستې ځنګلونه شته خو په ځینو برخو کې یې د لرګي قاچاقولو لپاره ونې پرې کیږي.

له دې سره سره کلیو ته نیږدې سیمو کې بیا د بڼونو میکانیزه کول مخ پر ودې دی.

که څه هم د سیمې هېوادونو په پرتله د افغانستان د پستې دانه کوچنۍ ده خو د کیفیت په برخې کې بیا د نړۍ په کچه ساری نه لري.

د وچو مېوو د لوړ کیفیت په نړیوالو نندارتونو کې د افغانستان د لومړیتوب یو عامل د پستې ښه کیفیت بلل شوی.

XS
SM
MD
LG