د لاس رسي وړ اتصالات

د نیمروز د پنبې حاصلات لس برابره ډیر شوي دي


د څو لیسیزو جګړو مخکې افغانستان د سېمې په هېوادو کې د مالوچو او نخي کالیو ستر تولیدوونکی هېواد و
د څو لیسیزو جګړو مخکې افغانستان د سېمې په هېوادو کې د مالوچو او نخي کالیو ستر تولیدوونکی هېواد و

د افغانستان د کرنې او اوبو لګونې وزارت وايي چې نیمروز ولایت کې د مالوچو«پنبې» سږني حاصلاتو کچه لس برابره ډېره شوې ده.

د دغه وزارت په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي دي چې سږ کال د نیمروز پر دوه نیم زره هکټاره ځمکې باندې د پنبې تخم کرل شوی دی چې د څه باند ۵ زره ټنو حاصل به ترې راټول شي.

تېر کال له دغه ولایت نه ۵۶۰ ټنه مالوچ ترلاسه شوی وو.

د کرنې وزارت په اعلامیې کې راغلي دي: "د مالوچو د تخم کرلو سره د خلکو لیوالتیا او د دغه نبات په اړه بزګرانو ته پوهاوی د حاصلاتو د ډېرښت لاملونه دي."

د کرنې وزارت په وینا د مالوچو تخم له ډېرو پخوا کلونو راهیسې افغانستان کې کرل کیږي.

څو لیسیزې مخکې افغانستان د سېمې په هېوادو کې د مالوچو او نخي کالیو ستر تولیدوونکی هېواد و، خو کورنیو جګړو د دغه اړین صنعت بنسټونه او کارخانې له منځه وړي دي.

د نیمروز په شمول د افغانستان ۱۷ نور ولایتونه د دغې غلې د کرلو وړتیا لري او حاصل یې د قناعت وړ دی.

د مالوچو تخم د صنعتي انفلاب مهم نبات دی چې له غوړیو نه نیولې تر جامو/ټکورونو او ان کیمیاوي کوډو پورې ترې تولیدیږي.

XS
SM
MD
LG