د لاس رسي وړ اتصالات

افریقایي اتحادیې ته د اوباما سپینې خبرې


اوباما د متحده ایالاتو لومړنی ولسمشر دی چې د افریقا اتحادیې ته یې وینا وکړه
اوباما د متحده ایالاتو لومړنی ولسمشر دی چې د افریقا اتحادیې ته یې وینا وکړه

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما افریقایي هیوادونو کینیا او ایتوپیا ته خپل تاریخي سفر په ادیسه ابابا کې د افریقایي اتحادیې د مشرانو غونډې ته په وینا کولو سره پای ته ورسولو. ښاغلي اوباما په افریقا کې شوي پرمختگونه وستایل خو د نور پرمختگ د پاره یې د پراختیایي پروگرامونو ترڅنگ دیموکراتیک حکومتي سیستم حتمي وبللو.

ولسمشر اوباما افریقایي اتحادیې ته وویل چې د استعماري تاریخ څخه د راوتلو په حال کې د افریقا په اقتصادي پراختیا کې شخصي دلچسپي لري. هغه وویل "زه ستاسې په مخکې د یو سرلوړی امریکایي په توگه ولاړ یم او زه د یو افریقایي زوی یم."

ښاغلي اوباما په غونډه کې د افریقا ولسمشرانو، دولتي چارواکو او لوی شمیر محصلینو ته وویل چې نړیوال باید په دې پوه شي کړای شي چې افریقا اوس هغه پخوانۍ افریقا نه ده . هغه زیاته کړه "د خپلواکی د اخیستلو راهیسي نیمه پیړی تیره شوي ده، اوس هغه وختونه تیر شوي دي چې افریقا به تل د بې وزلۍ او شخړو له امله پیژندل کیدله. نړۍ باید دا ومني چې افریقا فوق العاده پرمختگونه کړي دي.

د اوباما د سفر ډیر تمرکز د اقتصادي او سوداگریزو چارو پر پراختیا باندې وو
د اوباما د سفر ډیر تمرکز د اقتصادي او سوداگریزو چارو پر پراختیا باندې وو

جمهور رئیس اوباما د افریقا د پراختیا او د متحده ایالاتو سره د سوداگرۍ د زیاتوالي د نوښتونو یادونه وکړه چې هدف یې په افریقا کې غذایي خوندیتوب، د بریښنا ډیروالی او د افریقایي شرکتونو ملاتړ دی.

جمهور رئیس اوباما د چین نوم وانخیست خو دا یې وویل چې د متحده ایالاتو سرمایه گذاري تر نورو هغو څه ځانگړتیاوي لري.

اوباما وویل "اقتصادي اړیکې دیته نه وایي چې یو هیواد دې راشي، بهرني کاریگر دې راولي او د افریقا معدنونه دې وباسي. ښې اقتصادي اړیکې باید د افریقا گټې په نظر کې ونیسي. باید خلکو ته روزگار پیدا شي اومسلکی سطحه ېې لوړه شي. متحده ایالات دغه ډول شراکت کوي."

اداري فساد او دیموکراسي

د وینا یوه برخه یې په افریقا کې د دولتي اداري فساد او د دیموکراسي په اړه وه. "هغه وویل هیڅ شی دومره گټه نه شي رسولی لکه د اداري فساد د سرطان له منځه وړل چې به یې ورسوي."

اوباما وویل "په افریقا کې اداری فساد میلیاردونه ډالر له سیستم څخه ویستل کیږي. هغه ډالر چې خلکو ته د روزگار برابرولو، روغتونو او ښوونځیو د جوړولو د پاره استعمالیدلی شي. بلخوا یو څوک د کاروبار د پیلولو یا پوهنتون ته د داخلیدلو د پاره رشوت ورکوي. افریقا باید داسی ونکړي. دا کار د هغو خلکو سپکاوی دی چې تاسې یې نمایندگي کوی.

د دیموکراسي په اړه ښاغلي اوباما وویل چې هغه رهبران د افریقا د وچې دیموکراتیک بهیر ته گواښ دي چې د خپلې مودې او یا ټاکل شوې دورې په پای کې واک نه پریږدي.

اوباما د افریقا یو شمیر هغه مشران په غوږ ووهل چې د خپلې دورې په پای کې واک نه پریږدي یا د جعلي انتخاباتو له لارې بیا بیا ټاکل کیږي، داسي وویل "زه په صداقت درته وایم چې زما سر په دې نه خلاصیږي. زه په خپله دویمه دوره کې یم. زموږ په اساسي قانون کې زه بیا ځلې کاندید کیدلی نه شم. که مې اجازه درلودلی، انتخابات مې هم گټل، خو قانون اجازه نه راکوي."

افریقایي اتحادیې ته وینا په کولو سره افریقا ته د جمهور رئیس اوباما پنځه ورځنی سفر پای ته ورسید چې د ایتوپیا تر څنگ خپل پلرنی هیواد کینیا ته هم ولاړ. ولسمشر اوباما د لومړني برحاله امریکایي ولسمشر په توگه افریقایي اتادیې د وینا کولو د ویاړ د گټلو نه ورسته اوس بیرته د واشنگټن په لور روان شوی دی.

XS
SM
MD
LG