د لاس رسي وړ اتصالات

افریقا ته د براک اوباما تاریخي سفر


د کینیا جمهوررئیس ( اوهورو کینیاتا) د هغه هرکلی وکړ
د کینیا جمهوررئیس ( اوهورو کینیاتا) د هغه هرکلی وکړ

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما کینیاته په دوه ورځني سفر تللی دی او د رسیدو په وخت کې کلک امنیتي ترتیبات ورته نیول شوي وو.

د کینیا جمهوررئیس اوهورو کینیاتا د هغه هرکلی وکړ، وروسته ښاغلی اوبام خپل هوټل ته ولاړ او هلته یې د خپل خپلوانو سره د ماښام ډوډۍ وخوړله چې په هغوی کې یې میره ( ماماسیرا) او میریزۍ خور( اومه اوباما) هم شامله وه.

د نایروبي لاري کوڅې پاکي او نقاشي سوي دي او دغه ښار ښاغلي اوباما ته د هرکلي ویلو د پاره زیات لگښت کړی دی. کینیایانو ویلي دي چې هغه« خپل کورته راغلی دی.»

د هغه د دې سفر اصلي هدف د مشرانو په نړۍ واله تجارتي غونډه کې برخه اخیستل دي او دا اول ځل دی چې دا غونډه په افریقا کې جوړیږي. جمهوررئیس اوباما به د غونډي بل کوربه وي او نن د شنبې په ورځ به خپله وینا واوروي.

د کینیا په پایتخت نیروبي کې لارې کوڅې پاکې شوي او دیوالونه په بیلا بیلو رنګونو مزین شویدي. د نیروبي چارواکي هلې ځلې کوي چې کینیا ته د امریکا د ولسمشر د هرکلي لپاره هیڅ هم دریغ نکړي.

په نیروبي کې د کاروبار نړیواله غونډه جوړیږی چې د ګڼ شمیر هیوادونو مشران پکې برخه لري. دا لومړی ځل دی چې دا نړیواله غونډه د افریقا په لویې وچې کې کیږي او د امریکا ولسمشر براک اوباما یې په ګډه کوربه توب کوي. هغه به سبا د شنبې په ورځ دې غونډې ته وینا هم وکړي.

د ښاغلي اوباما لپاره کینیا ځانګړی اهمیت لري ځکه چې د هغه پلار د کینیا و او د همدې هیواد په لویدیځه خوا کې خښ دی. د اوباما پلار د کینیا د لومړني ولسشمر په حکومت کې رسمي دنده درلوده. اوباما په ٢٠٠٦ کال کې هم کینیا ته تللی و، خو په هغه وخت کې د امریکا د مشرانو د جرګې غړی و.

د کینیا د ولسمشر مرستیال ویلیم روټو وایي چې د ولسمشر په صفت د براک اوباما دا سفر ډیر اهمیت لري " ولسمشر اوباما د امریکا د نورو ولسمشرانو په شان ندی، هغه په افریقا کې ریښې لري، په ځانګړي ډول د کینیا سره. د هغه دا سفر د زیاتو دلایلو په خاطر مهم دی. "

اوباما به د شنبې په ورځ د کینیا د ولسمشر یوهور کینیاتا سره هم وګوري اود نورو مهمو مسایلو تر څنګ به د امنیت په اړه خبرې ورسره وکړي.

د کینیا د بهرنیو چارو وزیرې امینه محمد وایي چې امنیت د هغوي غټه اندیښنه ده " د امنیت په برخې کې زمونږ همکاری یوه تاریخي مسله ده. مونږ تل پدې برخې کې همکاري درلوده او د نړیوالو خطرونو له وجې چې مونږ ورسره مخ یو، پدې تیرو خو کالونو کې دا همکاري نوره هم پراخه شویده"

د الشباب وسله والې ډلې چې اصلي مرکز یې په نایجریا کې ده، څو ځله یې په کینیا بریدونه کړیدي. تر ټولو خونړی برید پروسږکال د اپریل په میاشت کې د ګاریسا په پوهنتون باندې و چې ١۴٨ محصلین پکې وژل شوي و.

خو د ښاغلي اوباما د دوه ورځني سفر لپاره په کینیا کې امنیتي تدابیر سخت شویدي، د ښار اکثره کوڅې د دوه ورځو لپاره تړل شویدي. په ټول هیواد کې خلک دیته خوښ دی چې د امریکا ولسمشر براک اوباما د هغوي په قول، خپل هیواد ته تللی.

XS
SM
MD
LG