د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د شلو صنعتي هیوادونو د غونډې لپاره ترکیې ته ولاړ


ر نورو موضوعاتو به په غونډې کې ډیره توجه د داعش د ډلې سره د جګړې د چټکولو په ضرورت وشي.
ر نورو موضوعاتو به په غونډې کې ډیره توجه د داعش د ډلې سره د جګړې د چټکولو په ضرورت وشي.

ولسمشر اوباما د یکشنبې په ورځ د ترکیې د انتالیا ښار ته ولاړ چې د ۲۰ صنعتي یا جي شلو هیوادونو د مشرانو په غونډه کې برخه واخلي.

که څه هم په غونډه کې به په تجارت، انرژۍ او چاپيریال خبرې وشي، خو په پاریس کې د جمعې بریدونه به د اجنډا په سر کې وي.

ویل کیږي چې تر نورو موضوعاتو به ډیره توجه د اسلامي دولت یا داعش د ډلې سره د جګړې د چټکولو په ضرورت وشي.

د اسلامي دولت ډلې د پاریس د ښار د بریدونو مسولیت منلی دی. امکان یې شته چې دغه بریدونه به په سوریې کې د جګړې د ختمولو هڅې ګړندۍ کړي.

مخکې له دې نه چې ولسمشر اوباما د سپينې ماڼۍ نه حرکت وکړي، هغه د خپل ملي امنیت د ټیم سره وکتل او د هغوی نه یې استخباراتي رپوټ واخیست.

کارپوهان وايي چې اوباما باید چې د اسلامي دولت د ډلې خلاف مبارزه شدیده کړې او په ترکیې کې دوه ورځنۍ غونډه به هغه ته دا زمینه برابره کړي چې د نورو هیوادونو د مشرانو سره په دې اړه خبرې وکړي او هغوی هم د ځان سره ملګري کړي.

د فرانسې جمهور ریس فرانسوا هولانډ به په غونډه کې ګډون و نه کړي. هغه په پاریس کې د جمعې د بریدونو نه سمدستې وروسته، ترکیې ته خپل سفر وځنډاوه.

په ترکیې کې به ولسمشر اوباما لومړی د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوان سره وګوري. ترکیه د اسلامي دولت د ډلې خلاف په مبارزې کې یو مهم هیواد ګنل کیږي.

XS
SM
MD
LG