د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما نن خپل ګوند ته وینا کوي


دامریکا ولسمشر براک اوباما به نن دپنجشنبی په ماښام هغه وینا وکړي چې ډېرزیات ا ټکل ېې کېږي. هغه به نن شپه دشمالي کرولېنا په شارلېټ ښار کې ددموکرات گوند په ملی مجلس کې وینا وکړي.

په امریکا کې دنومبرد ۶ مې نېټې عمومي انتخاباتو ته نهه اونۍ وخت پاتي دي. ښاغلی اوباما له خپل جمهوري غوښتونکي سیال میت رامني سره اوږه په اوږه روان دی. ښاغلی اوباما به د دموکرات گوند له خوا په عمومي انتخاباتو کې د ده نومونه قبول کړي او په دې وینا کې به اوباما د هغو رایې ورکوونکو دقانع کولو کوښښ وکړي چې لا تراوسه پوري یې فیصله نده کړې چې چاته رایې ورکړي.

رپوټ وايی چې د اوباما انتخاباتي مبارزه کې پرون دچارشنبی په ورځ پخوانی جمهوررئیس بیل کلنټن دهغه په گټه ډیر ه اغېزمنه وینا وکړله. ډیرامریکایان اوس هم د هغه د اقتصادي سوکالۍ د دورې یا دونه کوي. ښاغلي کلنټن په ټینگه د جمهوری غوښتونکو په وړاندې د براک اوباما د پالیسیو دفاع وکړله . بیل کلنټن ووېل "...کله چې ولسمشر براک اوباما د چارو واگی په لاس کې واخیست نو اقتصاد مخ په خرابېدو روان و او د عمومي عواید په حساب نهه په سلو کې کم شوی و. نه یواځي دا په امریکا کې د میاشتی ٧٥٠ زره کسان بې وظیفې کېدل. اېا موږ نن تر پخوا په ښه حالت کې یو ؟ هو! ددې پوښتنې ځواب هو!دی،،.

دکلنټن له وینا نه ورو سته اوباما دخلکو په مخکې له ښاغلی کلنټن سره تود روغبرړ وکړ.

په داسي حال کې چې پخوانی ولسمشر بیل کلنټن د دیموکراتانو په ملي مجلس کې ډېره اغېزمنه وینا وکړله دهغه میرمن هېلري کلنټن تقرېبا ١٦ زره کیلومتره لېرې وه او دامریکا د بهرنیو چارو د وزیر ې په توگه یې خپله وظیفه اجراکوله.

هېلري کلنټن نن د پنجشنبې په ورځ ختیځ تیمور ته ورسیده. هغه د پاسیفیک د پنځو هیوادونو د سفر په ترڅ کې دغه سیمې ته په سفر تللی. ټاکل شوې چې وروسته میرمن کلینټن روسیې ته سفر وکړي. دهغې خاوند د دیموکراتیک گوند په استاځیتوب براک اوباما ددویم ځلي ولسمشرۍ لپاره ونوماوه .

میرمن کلنتن د امریکا د متحده ایالتونو تر ټولو لوړ پوړی دیپلوماته ده چې د جنوب ختیځې اسیا د اتحادیې ټولو لسو هیوداونو ته یی سفر کړی.

هیلری به د اسیان د ټولنې هیوادونه د چین په وړاندې د ارضي ادعاو په تړاو واحدی مبارزی او یوه سوله اییز حل ته را وبولي. هغه تر ختیځ تیمور مخکی په برونای کې وه چې د انرژی له اړخه خورا غني او د منابعو نه ډکه سیمه ده او د چین او گاونډی هیوادونو ترمنځ د ارضي ملکیت د جنجال مرکز گرځیدلې ده.

تر دې مخکي میرمن کلنتن په ختیځ تیمور کې د لنډې مودې دپاره هم تم شوه. متحده ایالات وایی د دی سیمې د هیوادونو په چارو کې د لاس وهنې نیت نلري خو غواړي چی په سیمه کی د ارضي چارو جنجالونو ته د حل یوه غوره لاره وموندل شي.
XS
SM
MD
LG