د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د مهاجرينو سره مخالفت سیاسي هدف لري


جمهور رئیس براک اوباما د امریکا په سیاستمدارانو انتقاد کړی چې په امریکا کې د سوریې د مهاجرینو د ځای پر ځای کیدو سره یې مخالفت ښودلی.

اوباما وایي " دا کار د امریکا د ارزښتونو سره په ټکر کې دی او ښایي چې د اسلامي دولت یا داعش لپاره د جنګیالیو د جلب او جذب ښه وسیله وګرخي. "


د فرانسې د پایس په ښار کې د تررویستي بریدونو نه وروسته، یو شمیر جمهوري غوښتونکو ویلي دي چې " امریکا ته دې د سوریایي مهاجرینو راتګ بند شي او یا دې یوازې هغو ته اجازه ورکړل شي چې عیسویان دي."

دغه جمهوري غوښتونکي وایي پدې کار سره ښایي چې د سوریې تروریستان ونشي کړی چې د پاریس په شان بریدونه دلته د امریکا په متحده ایالاتو کې هم وکړي.‌


جمهور رئیس اوباما چې په مانیلا کې یې د آسیا آرام سمندر د اقتصادي همکارۍ یا اپیک د مشرانو په کلنۍ غونډې کې د خبریالانو سره خبرې کولې، وویل " که چیرته مونږ د تررویستي بریدونو نه وروسته د ویرې او وارخطایۍ احساس وکړو،‌دا زمونږ په ګټه ندی"


جمهوري غوښتونکو د ښاغلي اوباما نه غوښتي دي‌ چې امریکا ته د لسو زرو سوریایي مهاجرینو د راتګ پروګرام دې بند کړي. اوباما وایي چې د منځني ختیځ د مهاجرینو او پناه غوښتونکو پر سر دا شان بحثونه د دې سبب کیږي چې ځیني خلک وایي د عرب او اسلام تر منځ جګړه روانه ده.‌


د مشرانو په جرګې کې د ټکساز د ایالت سناتور چې د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند یو کاندید هم دی، وایي " د اسې یوه قانون د وړاندې کولو پلان لري چې له مخې به یې د سوریې مسلمانان پرېنښودل شي چې د امریکا متحده ایالاتو ته راشي.‌ "

په همدې حال کې د استازو د مجلس یا ولسي جرګې رایس پال راین چې هغه هم جمهوري غوښتونکی دی وایي چې امریکا دې د سوریایي مهاجرینو د منلو پروسه بنده کړي. پال راین وایي په نوي قانون کې به د مذهب مسله نه بلکه د امنیت مسله مطرح شي.‌

په عین حال کې تقریبا د شلو ایالاتو والیانو غیرې مستقیما ویلي چې پلان لري پخپلو ایالتونو کې د سوریایي مهاجرینو د ورتګ مخه ونیسي.‌

سره لدې چې جمهور رئیس اوباما د چا نوم وانه خیست خو وویل چې یو شمیر چارواکي دغه شان بحثونه د سیاسي اهدافو په خاطر کوي. اوباما وویل " کله چې یو شمیر کسان وایي چې د مذهب په لحاظ دې خلک سره بیل شي او یوازې عیسویانو ته دې اجازه ورکړل شي چې امریکا ته راشي، دا خلکو ته سپکاوی دی د امریکا د ارزښتونو خلاف کار دی.‌"

د جمهور رئیس اوباما حکومت د سوریې د مهاجرینو د اوسني پروسې دفاع کړې او پدې ټینګار کوي چې د مهاجرینو‌ په اړه به جدي پلټنې کیږي.‌دغه پروسه د اتلسو میاشتو نه نیولې تر څلور ویشتو میاشتو پورې وخت نیسي. اوباما د هغو غوښتونو هر کلی کړی چې د دې پروسې د بهتره کیدو لپاره شویدي.

اوباما د عامو خلکو نه وغوښتل چې د سوریې د خلکو په اړه دې د بدو ویلو نه ډډه وکړي ځکه هغه وویل نړۍ هر څه ګوري او د امریکا ولس دا شان کار نشي کولی. هغه همدرانګه د کانګریس نه وغوښتل چې په سوریې کې د اسلامي دولت یا داعش په خلاف د پوځي اقداماتو ته د اجازې د ورکولو لپاره دې قانون معرفي کړي. جمهور رئیس وایي د یو تیر یو نیم کال راهیسې کانګریس ته انتظار کوي چې دغه کار وکړي.‌

XS
SM
MD
LG