د لاس رسي وړ اتصالات

راتلونکی کال به ۳۴ زره آمریکايي ځواکونه د افغانستان نه ووځي


جمهور ریس اوباما
جمهور ریس اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباما به په خپلې کلنۍ وینا کې اعلان وکړي چې د افغانستان نه به د روان کال په جریان کې څلورډیرښ زره عسکر راوباسي. دغه خبره د هغه د ادارې یوه جګپوړي چارواکي کړې ده.
امریکا اوس په افغانستان کې 66 زره عسکر لري او دغه به دا مانا ولري چې د 2013 کال په جریان کې به د امریکايي ځواکونو نیمايي د افغانستان نه راویستل شي. اوباما په پلان کې لري چې د افغانستان نه خپل ټول محاربوي عسکر د 2014 کال تر پایه راوباسي.

همداراز امریکا په دې هم کار کوي چې د 2014 کال نه ورسته به څومره امریکايي عسکر په افغانستان کې پاته کیږي. دغه امریکايي چارواکي چې د نوم د نه اخیستلو په شرط یې دغه خبره کړې ده ویلي دي چې د امریکا ولسمشر اوباما په دې اړه تراوسه تصمیم نه دی نیولی او په خپلې کلنۍ وینا کې به هم په دې اړه څه نه وايي.

د امریکا ولسمشر به د افغانستان نه د ځواکونو د رایستلو په اړه د کانګریس د دواړو خونو د غړو مخې ته خپله کلنۍ وینا واوروي. ویل کیږي چې په دغه وینا کې به ترډیره د امریکا د اقتصاد او نورو کورنیو مسایلو په اړه خبرې وشي.
XS
SM
MD
LG