د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د بودیجې د یودمي کمښت پړه پر جمهوري غوښتونکو ورواچوله


د امریکا ولسمشر بارک اوباما په حکومتي لګښتونو کې د ۸۵ میلیاردو ډالرو یو دمي کمښت لایحه لاس لیک کړه. دغه کمښتونه ځکه راغلل چې سپینه ماڼۍ او کانګرس پر دې موافقې ته سره ونرسېدل چې د آمریکا د بودیجې کسر څنګه راکم کړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د بودیجې د یودمي کمښت د لایحې د لاس لیکېدو مخکي پرون د جمعې په ورځ د کانګرس غړو ته خبرداری ورکړ چې په بودیجې کې به د یو دمي لګښتونو د کموالي، یا سیکویسټر د راتلو د مخنیوي په برخه کې ناکامي یو نه بخښونکی کار وي او دا چي ددې کار تاثیر به په لنډ مهال کې نه بلکې په اږدمهال کې حس سي. ،، د راروانې اونۍ په پیل کې به د امریکا د مینځنۍ طبقې د خلګو په ژوندانه کې د پام وړ خنډونه رامنځ ته سي. هغه کمپنۍ چې د مثال په توګه د پوځ سره کار کوي لکه د ویرجینیا د بیړۍ جوړولو کمپنۍ چې زه د سې شنبې په ورځ ورغلم او ومي لیدله باید خپل یو شمیر کارکونکي د وظیفو نه ایسته کړي. د پوځي مرکزونو شاوخوا ټولنې به د سیکویسټر له کبله جدي ضربه وویني. په لسګونو زره آمریکایان چې اوس مهال د امریکا خدمت کوي او زمونږ په سرحداتو کې پراته دي، د افي بي آی سره کار کوي او نور ملکي کسان چې په پنټاګون کې کار کوي د دوي ټولو په میاشتني معاش کې به د پام وړ کموالی راسي.،،


ولسمشر اوباما د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د کانګرس د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتو غړو سره وکتل چې د وروستي ځل لپاره په حکومتي بودیجې کې د یودمي کمښت مخنیوی وکړي خو د دواړو ګوندونو ترمنځ په دریځونو کې توپیر دومره وو چې په لړ کې یې بالاخره سیکویستر یا د بودیجې یو دمي کمښت رامنځ ته سو.

خو د امریکا نوی ددفاع وزیر چک هګل بیا وايي چې هغه به اجازه ورنکړي چې په بودیجې کې یو دمي کموالی د پنټاګون پوځي ظرفیت لږ او اغیزمن کړي. چک هګل وویل چې امریکا به په نړۍ کې تر ټولو ستر پوځي قدرت باقي پاته سي. ،، د وسله والو قواوو د لوی درستیر په ګډ‌ون د امریکا د دفاع وزارت مشرتابه به دې ته اجازه ورنکړي چې ددغه بنسټ قوت راکم سي. مونږ به د بودیجې د کمښت د موضوع سره سم اقدامن وکړو او تغییرات به راولوو. مونږ تل ددغه راز حقایقو پیشبیني کوو او مونږ به کمښت راوړو خو په یوې داسي طریقې چې زمونږ د پوځي قواوو ځواکمنتیا ته په کښي هیڅ تاوان ونرسېږي.،،

ښاغلي هیګل مخکي له دې چې د خبریالانو سره خبري وکړي، د امریکا د دفاع په وزارت د ټانک په نامه تالار کې غونډه وکړه چیري چې د دفاع وزارت محرمې غونډې ترسره کېږي او د پوځ د هرې برخې د لوی درستیز او د وسله والو قواوو د لوی درستیزانو د کمېټې د ریْس جنرال مارټین ډیمبسي سره یې د بودیجې د کمښت پر موضوع خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د امریکا په بودیجې کې د یودمي کموالي د راتګ نه مخکي سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړ چې دغه یودمي کمښت به د امریکا پر اقتصاد او د خلګو د کارموندنې پر هلو ځلو باندې اغیز وکړي. د امریکا ولسمشر براک اوباما د بودیجې یو دمي کمښت تاواني وباله ،، په یو داسي وخت کې چې زمونږ کاروبارونه رونق اخلي، نوي خلګ په دندو ګمارل کېږي، شرکتونه د بهر څخه امریکا ته وظیفې راوړي مونږ نباید د بودیجې په هغو برخو کې بې مسولیته او تحمیلي کمښت راولوو چې د امریکا کمپنۍ او کارکونکي تکیه پر کوي.،،

ولسمشر اوباما د سکویسټر د رامنځ ته کېدو مخکي وویل چې د بودیجې یودمي کمښت یا سیکویسټر په ولسي جرګې کې د جمهوري غوښتونکو د یوې پریکړې له کبله رامنځ ته کېږي او هغه پریکړه دا ده چې دوي دې ته زړه نه ښه کوي چې د بودیجې کسر د یوې غیری ضروري او ضایع کونکي منبعې د بندولو په مرستې کم کړي.

خو جمهوري غوښتونکي بیا بله فلسفه لري او وايي چې هغوي د مالیاتو د زیاتوالي مخالفه دي ځکه لوړ مالیات کمپنۍ مایوسه کوي او په نتیجه کې یې کمپنۍ خلګ په دندو نه ګماري او پانګه اچونې نه کوي. د ولسي جرګې مشر جمهوري غوښتونکي جان بینر پرون د ولسمشر اوباما سره وکتل او وېویل چې د سپینۍ ماڼۍ خبرو پرمختګ رامنځ ته نه کړی.،، راځیْ چې شفافې خبرې وکړو. ولسمشر اوباما د جنورۍ په میاشت کې د مالیاتو لوړوال وغوښتل او هغه منظور سول. اوس خبرې د حکومتي عاید په هکله نه بلکې زما په نظر د واشنګټن د لګښتونو د ستونزې په هکله دي.،،

خو ولسمشر اوباما د رامنځ ته شوي سیکویسټر پړه پر جمهوري غوښتونکو وراچوي او وايي چې هغه نشي کولای چې جمهوري غوښتکي په دې واضیح مسلې باندې پوه کړي چې د یودمي لګښتونو د کموالي عملي کېدل به د امریکا پر اقتصاد باندې اغیز ولري، بلکې جمهوري غوښتونکي په دې پوه دي او ټول زمونږ په حکومتي نظام کې د خلګو انتخاب شوي استاځي دي.

حسیب الکوزی- واشنګټن
XS
SM
MD
LG