د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: وچکالۍ په ۲۰۲۵ کال کې ۳.۴ میلیونه افغانان اغېزمن کړيدي

وچکالۍ په افغانستان کې د ۳.۴ میلیون خلکو په اغیزمنولو کرهنیز محصولات او د خلکو د عاید سرچینې زیانمنې کړې دي، او د خوراکي توکو د بیو لوړېدو لوږه لا پسې زیاته کړې او د هېواد بشري ناورین یې ژور کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي چې دا خلک د افغانستان په شمالي او لوېدیځو سیمو کې اغېزمن شوي، او دا کار له وړاندې بشري ناورین ته لا شدت بخښلی دی.

دې ادارې زیاته کړې چې وچکالۍ کرهنیز حاصلات، مالداري او د خلکو د ژوند سرچینې زیانمنې کړې دي، او ډېرې کورنۍ یې د خوړو او عاید برابرولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ کړې دي، په ځانګړي ډول په هغو کلیوالو سیمو کې چې پر کرهنې ډېره تکیه لري.

اوچا ویلي چې د افغانستان د بشري مرستو په ملاتړو همکارې موسسې او همکاران، نړیوالې مرستندوی ادارې خوراکي مرستې برابروي خو خبرداری یې هم ورکړی چې د وضعیت د لا ویجاړیدو د مخنیوي لپاره بېړنیو اضافي مرستو ته اړتیا ده.

افغانستان هر کال د موسمي سېلابونو له ګواښ سره هم مخ وي، چې په اصل کې د وچکالۍ په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې چېرې چې زیربناوې کمزورې دي او کورونه د سختو طبیعي پېښو پر وړاندې مقاومت نه لري.

وچکالي او سېلابونه دوه بېلابېلې، خو یو له بل سره تړلي پېښې دي. که څه هم وچکالي د اوبو کمښت او سېلاب د اوبو زیاتوالی ښيي، خو ډېر وخت دا دواړه یو له بل سره اړیکه لري ځکه وچکالي کولای شي د سختو سېلابونو لپاره زمینه برابره کړي.

کارپوهان وایي د وچکالۍ پر مهال، ځمکه ډېره وچه او کلکه شي او کله چې وروسته ورباندې بارانونه وشي، دا سخته شوې خاوره اوبه ژر نه شي جذبولای. پر ځای یې، اوبه د ځمکې پر سر بهېږي او دا کار ناڅاپي او خطرناک سېلابونه رامنځته کوي.

دوهم لامل یې دا دی چې وچکالي ونې، بوټي او کرنیز حاصلات له منځه وړي چې دا هم د اوبو په جذب او د بهیر په سوکه کولو کې یې مهم رول لري.

په افغانستان کې تېرکال د بارانونو او سیلابونو له کبله شاوخوا سلګونه کسان مړه شول او اوبو ډېرې زراعتي ځمکې یوړې.

ملګري ملتونه وايي چې په دغه بې وزلي او کرنیز هېواد کې وچکالي، سیلابونه او د کرنیزو حاصلاتو د تولید کموالی لوړ ګواښونه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG