د لاس رسي وړ اتصالات

په مکه معظمه کې یو افغان وژل شوی او ۲۹ ټپیان شوي


سعودي عربستان وایي چې په مکه معظمه کې د جمعې د ورځې په پیښه کې ۱۰۷ تنه وژل شوي او ۲۳۴ تنه ټپیان شوي دي.
سعودي عربستان وایي چې په مکه معظمه کې د جمعې د ورځې په پیښه کې ۱۰۷ تنه وژل شوي او ۲۳۴ تنه ټپیان شوي دي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، د جمعې په ورځ ماښام مهال په مکه معظمه کې د مسجدالحرام په یوه برخه د کرین د لویدلو له امله یو افغان د حج زیارت‌کوونکی هم وژل شوی او ۲۹ نور ټپيان شوی دي.

د دغه وزارت مرستیال داعي‌الحق عابد امریکا غږ ته وویل، نولس په ټپيانو کې د دوو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

ښاغلي عابد وویل "نولس تنه ټپیان ښه شوي او له روغتون رخصت شوي دي، لس کسه لا هم بستر دي چې د دوو کسانو وضعیت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی."

د ښاغلي عابد پر وینا پاتې هم ټپیان تر جدي درملنې لاندې دي.

ښاغلي عابد وویل، وژل شوی د حج زیارت‌کوونکی نیازګل نومیږي او د کابل ولایت د کلکانو ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

د مکې معظمې په ښار کې تیره ورځ د یوه کرېن د لوېدو له امله په ټولیزه توګه ۱۰۷ کسان وژل شوي او ۲۳۰ نور ټپيان دي.

ښاغلی عابد وايي، دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې د یو ځواکمن طوفان له امله د مکې معظمې پر ودانیزو چارو بوخت یو کرین پر مسجدالحرام راګوزار شو.

په همدې توګه ښاغلي عابد وویل چې له کونړ او غور ولایتونو څخه دوه نور افغان زیارت‌کوونکي هم د عمر د ډیروالي او ناروغۍ له امله د حج مراسمو د ادا کولو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ټاکل شوې سږ کال ۳۰ زره افغانان د حج د مراسمو د پر ځای کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي.

د حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، تر اوسه یې سعودي عربستان ته د شل زره حاجیانو د لیږد چارې بشپړې کړي او پاتې نور به تر راتلونکې سې‌شنبې ولیږدول شي.

XS
SM
MD
LG