د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران د پوځي عملیاتو د « ډېر ژر» درولو په اړه د ولسمشر ټرمپ له وینا وروسته د تیلو بیې ټېټې شوې

وروسته له هغې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل د امریکا او اسرائیل ګډ پوځي عملیات په ایران کې له مهالویش څخه مخکې روان دي او «ډېر ژر» به پای ته ورسېږي، د تیلو بیې په څرګند ډول راټیټې شوې او د اسهامو بازارونه بېرته ښه شوي دي.

وروسته له هغه چې د دوشنبې په ورځ د بیو ناڅاپي لوړېدلو له امله د تیلو قیمتونه د څلورو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته ورسیدل، د نړیوال معیار برینټ خامو تیلو بیه ۷ سلنه راولوېده او د هر بیرل بیه ۹۲ ډالرو ته راکمه شوه. همدارنګه د اسهامو په بازارونو کې هم د پام وړ لوړوالی څرګند شو.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ ناوخته وویل که څه هم د امریکا پوځي کمپاین لا هم دوام لري، خو «موږ لوی پرمختګونه ترلاسه کوو» او ویې ویل جګړه «تقریباً بشپړه ده».

ولسمشر همدارنګه ایران ته د خپل ټروت سوشل له لارې خبرداری ورکړ که دغه هېواد د ستراتېژیک هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ مخه ونیسي، نو هغه به بریدونه لا هم زیات کړي.

پر ایران باندې د امریکا او اسرائیل بریدونو او په منځني ختیځ کې پر نورو هېوادونو د ایران هوايي بریدونو، د هرمز تنګي ته پام ډېر کړی ځکه د نړیوالو دپاره د تیلو عرضه ګډوډه شوې چې بیې هم ورسره لوړې شوې.

دغه سمندري لاره د فارس او د عمان خلیجونه سره نښلوي او د منځني ختیځ د تیلو د صادراتو لپاره یوه حیاتي لاره ګڼل کیږي. د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه تیل له همدې سیمې تېرېږي، او د سیمې څخه د تیلو د لېږدولو لپاره نورې بدیلې لارې نشته.

د سعودي عربستان د ملي تیلو شرکت اجرایي مشر خبرداری ورکړی که د سیمې د تیلو جریان د اوږدې مودې لپاره ګډوډ شي، نو «د نړۍ د تیلو بازارونو لپاره به له فاجعې ډکې پایلې» ولري.

ټاکل شوې ده د(G7) یا اوو صنعتي هېوادونو د ډلې د انرژۍ د څانګې وزیران د سه‌شنبې په ورځ غونډه وکړي او د تیلو د زېرمو د کارولو امکان وڅېړي.

د جي-۷ تړون یو بین‌الحکومتي سیاسي او اقتصادي فورم دی چې کاناډا، فرانسه، جاپان، بریتانیا، جرمني، ایټالیا او متحده ایالات پکې شامل دي. اروپایي ټولنه هم د «غیر مشخص غړي» په توګه برخه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG