د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالتونه د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د یو نړیوال ایتلاف د رامنځته کېدو هڅه کوي

په داسې حال کې چې متحده ایالات هڅه کوي د هرمز د تنګي د بیا پرانیستلو لپاره ائتلاف جوړ کړي، د تېلو بیې لوړې پاتې دي او مالي بازارونه لږ څه پورته شول.

د نړۍ په کچه د تېلو بیې څلور سلنه لوړې شوي او نړیوال مالي بازارونه د سه ‌شنبې په ورځ (مارچ۱۷) لږ څه پورته لاړل، ځکه متحده ایالات هڅه کوي چې له خپلو متحدینو سره یو ائتلاف جوړ کړي چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل د ګډو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د هرمز مهم تنګی بېرته پرانیزي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې نور هېوادونه هم چمتو دي چې له امریکا سره مرسته وکړي چې د دې ستراتیژیکې لارې ( هرمز تنګي) او د فارس خلیج له لارې د تېلو جریان بېرته عادي کړي. هغه د دوشنبې په ورځ وویل: "ډېرو هېوادونو راته ویلي چې دوی په لاره دي" چې دا تنګی چې ایران عملاً تړلی، په بشپړه توګه بېرته پرانیزي.

د نړۍ د تېلو شاوخوا ۲۰ سلنه تدارکات د هرمز له تنګي څخه تېرېږي، خو له هغه وخته چې جګړه پیل شوې، د تهران له خوا پر بېلابېلو بېړیو د بریدونو له امله تګ راتګ نږدې په بشپړه توګه درېدلی دی.

د نړیوال معیار برېنټ خامو تېلو د راتلونکو قراردادونو بیه شاوخوا ۱۰۳ ډالرو ته په هر بیرل کې لوړه شوه، ځکه ایران په سیمه کې د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو نوي بریدونه پیل کړل، چې پکې د عراق د مجنون د تېلو د استخراج سیمه او د متحده عربي اماراتو د ګازو یوه حوزه هم شامله ده چې فعالیت یې ودرول شو، همدارنګه د فجیرې له ساحل سره نږدې، د تنګي نه بهر، پر یوې تېل وړونکې بېړۍ هم توغندی ولګېد.

د ونډو راتلونکې بیې یوه ورځ وروسته له هغې چې پانګه ‌والو د امریکا درې واړه اصلي شاخصونه لوړ پای ته ورسول، لږ څه لوړې شوې. نړیوالو مالي بازارونو هم په ګڼو سکتورونو کې لږ پرمختګ وښود.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې امریکا د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د تولید فابریکې "سختې وهي". هغه زیاته کړه: "هغوی ته ډېر توغندي نه دي پاتې"، او ایران یې " کاغذي پړانګ" وباله.


فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG