د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا، وینزویلا ته نږدې یوه بله تیل وړونکې کښتۍ ونیوله


د امریکا متحدو ایالتونو د وینزویلا ساحل ته نږدې په نړیوالو اوبو کې دویمه تیل وړونکې کشتۍ وروسته له هغه ونیوله چې تیره اونۍ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټولو هغو ټیل وړونکو کښتیو "بندیز" اعلان کړ چې وینزویلا ته تګ راتګ کوي.

د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم د شنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزې شبکې کې د دې خبر پخلی وکړ چې پکې یوه ویډیو هم شامله ده او پکې ښکاري چې امریکايي ځواکونه د سینچریز په نوم یوې سوداګریزې کښتۍ ته ورپورته کیږي.

په دې کښتې د پاناما بیرغ لګیدلی چې د هانګ کانګ میشته سینچریز شپینګ شرکت ملکیت ده. خو د کورني امنیت وزارت شک لري چې دا شرکت هغه تیل لیږدوي چې امریکا ورباندې بندیز لګولی و.

دا ټول د ولسمشر نیکولاس مادورو د حکومت په وړاندې د متحدو ایالتونو د فشار د زیاتیدونکي کمپاین یوه برخه ده.

د وینزویلا اقتصاد له ستونزو سره مخ دی، او په تیل وړونکو کښتیو باندې بندیز کولی شي دا کمپاین نور هم اغیزمن کړي، ځکه چې دا هیواد په بهر کې د تیلو په پلور تکیه کوي.

تېره سه شنبه، ولسمشر ټرمپ په ټولو هغو تیل وړونکو کښتیو "د بشپړ بندیز" لګولو امر وکړ چې وینزویلا ته ننوځي یا له هغه هېواد څخه وځي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې د وینزویلا رژیم غیرقانوني او یو بهرنی ترهګر سازمان دی چې د "مخدره توکو ترهګرۍ" د تمویل لپاره خپل تیل کاروي.

متحدوایالتونو د وینزویلا د تیلو په صادراتو بندیزونه لګولي دي، چې تمرکز یې د دولتي تیلو شرکت PDVSA باندې دی او مالي راکړې ورکړې یې محدودې کړې دي.

واشنګټن په هغو کښتیو هم بندیزونه لګوي چې د بندیزونو څخه د تیښتې لپاره په پټه کارول کیږي او په واردونکو یې نوي تعرفې لګولي دي.

د ملګرو ملتونو پورې تړلې د سمندري چارو نړیوال سازمان وايي چې د سینچریز کښتۍ او د هغې اصلي شرکت د هیڅ ډول بندیزونو تابع نه دي.

مخکې له دې چې ولسمشر دا بندیز اعلان کړي، امریکایي ځواکونو د ډسمبر په لسمه د وینزویلا له ساحل څخه د سکیپر په نوم لومړۍ تیل وړونکې کښتۍ ونیوله.

د واشنګټن لپاره د متحدو ایالتونو د څارنوالۍ دفتر د سکیپر د نیولو امر صادر کړ، او ادعا یې وکړه چې دا کښتۍ د "تیلو د ترانسپورت هغې شبکې" کې کارول کیدله چې د ایران له ملاتړه برخمنه د لبنانۍ ترهګرې ډلې حزب الله او د ایران د سپاه پاسدران د قدس ځواک ملاتړ کوي.

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سه شنبې په ورځ د وینزویلا د وضعیت په اړه غونډه وکړي.

وینزویلا د نړۍ ترټولو لوی تثبیت شوي د تیلو زیرمې لري، او د تیلو تولید کچه یې د بندیزونو، ناکافي زیربناوو د لرلو او د مادورو د حکومت د ناسم مدیریت له امله راټیټ شوی دی. په هرصورت، تیل د هیواد ترټولو لوی صادرات پاتې دي.

متحده ایالتونه پر وینزویلا د فشار زیاتولو په موخه پر هغو کښتیو چې امریکا ته یې مخدره توکي قاچاق کول، څه باندې ۲۰ پوځي عملیات ترسره کړي دي. چارواکي وايي چې د سپتمبر له پیل راهیسې په ۲۸ عملیاتو کې د مخدره توکو د قاچاقبرانو سره ټړلي څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی چې د وینزویلا د مشر "د واک ورځې په ختمیدو دي" او تیره اونۍ یې له وینزویلا څخه وغوښتل چې هغه شتمنۍ بیرته وسپاري چې په وروستیو کلونو کې یې د تیلو د امریکایی شرکتونو څخه نیولې دي.

ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې په وینزویلا کې د امریکا د پانګونې زیان ته اشاره وکړه او تیره اونۍ یې خبریالانو ته وویل: "موږ به هغه چا ته چې د تیریدو اجازه نلري اجازه ورنکړو چې تیر شي." "تاسو په یاد ولرئ، دوی زموږ د انرژۍ ټول حقونه خوړلي. دوی لږ وخت دمخه زموږ ټول تیل واخیستل. او موږ دا بیرته غواړو.

ټرمپ خبریالانو ته وویل "دوی دا واخیستل - دوی دا په غیرقانوني ډول واخیستل".

د امریکا د تیلو شرکتونو تر ۱۹۷۰ لسیزې پورې یعنې تر هغې وخته پورې یې د وینزویلا د تیلو صنعت په پراخه کچه کنټرولول چې د هغه هیواد مشرانو د هیواد د تیلو سکتور ملي کول پیل کړل.

دا کار په ۲۱ پیړۍ کې د مادورو او د وینزویلا د مخکیني ولسمشر هوګو چاویز په مشرۍ یو ځل بیا زیات شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG