د لاس رسي وړ اتصالات

د خبریال ملي ورځ؛ افغان خبریالان د ډیرو ګواښونو سره مخ دي


د کب ۲۷ د خبریال د ملي ورځې سره هممهاله د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ حرکت ویلي چې افغان خبریالان او رسنۍ د زیاتو ګواښونو او ننګونو سره مخ دي.

د خبریالانو د عدالت غوښتنې حرکت غړو د یکشنبې په ورځ مارچ ۱۷(کب۲۷) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د تیرو دوه نیمو کلنو تحولاتو په افغانستان کې د ژوند په ټولو چارو منفي اغیزه کړې، خو ترټولو زیات یې رسنیو ته زیان رسولی دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي :" په افغانستان کې په بې ساري ډول د بیان ازادي محدوده شوې او خبریالان ددغه هیواد د روانو سیاستونو تر اغیز لاندې راغلي دي. په عین حال کې رسنۍ د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د خپرو شویو شمیرنو پراساس له ۱۵۰ څخه زیاتې رسنۍ په مختلفو ولایتونو کې د اقتصادي ستونزو له امله بندې شوي دي".

۱۴۰۲ لمریز کال کې د خبریالانو او رسنیو وضعیت

د افغانستان د خبریالانو مرکز د کب د اوویشتمې د خبریال د ملي ورځې سره هممهاله په روان ۱۴۰۲ لمریز کال کې چې پای ته رسیدلو ته یې یوازې دوه ورځې پاتې دي په یو راپور کې ویلي چې په دغه کال کې افغان خبریالان او رسنۍ د سختو محدودیتونو سره مخ وې او د خبریالانو حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونې شوي دي.

دغه مرکز په دې راپور کې ویلي چې په تیرو ۱۲ میاشتو کې پر خبریالانو او رسنیو باندې فشارونه او پر وړاندې یې ګواښونه ډیر زیات شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د رسنیو د قانون د نافذیدو سره سره د طالبانو حکومت او سیمه ییزو طالب چارواکو له خوا رسنیو او خبریالانو ته د کړنلارو په ترڅ کې لارښوونې شوي چې له امله یې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تیرو دریو کلنو پرتله تاوتریخوالی او ګواښونه زیات شوي دي.

افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي:" په ۱۴۰۲ کال کې که څه هم په اکثرو کړنلارو په ځانګړي ډول په څلورو لارښوونو کې ددغو لارښوونو د نه پلي کیدو څخه د خبریالانو او رسنیو د پایلو په اړه څه نه دي ویل شوي، دې سره د افغانستان د خبریالانو د مرکز موندنې ښيي چې کومو رسنیو او خبریالانو چې دغو لارښوونو ته پاملرنه نه ده کړې ګواښل شوي یا بندیان شوي دي او یا هم رسنۍ د تنبیهې اقدام سره مخ شوي او په موقت ډول د رسنیو فعالیتونه بند شوي دي".

د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې تاوتریخوالی

افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د ۱۴۰۲ لمریز کال په اوږدو کې یې د افغان خبریالانو او رسنیو پر وړاندې ۱۳۹ سرغړونې ثبت کړي چې په دغو سرغړونو کې د خبریالانو د نیولو ۵۹ پیښې، خبریالانو ته د ګواښونو ۸۰ پیښې شاملې دي.

دغه مرکز په تیر ۱۴۰۱ لمریز کال په ترڅ کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د سرغړونو ۲۳۷ پیښې ثبت کړې وې.

په دې پیښو کې د یو خبریال وژل کیدل او ۲۱ نورو ټپي کیدل او د ۱۱۳ ګواښونو، او د خبریالانو د نیولو ۹۴ پیښې شاملې وې.

افغانستان د خبریالانو مرکز په دې راپور کې ویلي:" له نیکه مرغه په تیرو ۱۲ میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې هیڅ هدفي برید یا د خبریالانو د ژوند له لاسه ورکولو او یا هم ټپي کیدو هیڅ پیښه نه ده شوې، چې دا پخپله په خپله بڼه کې یو مثبت او هیله لرونکی بدلون دی".

افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې که څه هم په افغانستان کې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د تیر ۱۴۰۱ لمریز کال پرتله د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د سرغړونو په کچه کې کموالی لیدل کیږي، خو دغه مرکز ویلي چې د کیفیت او جوړښت له پلوه کوم بدلون نه لیدل کیږي بلکې په ځینو ولایتونو کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د طالبانو زورورو سیمه ییزو چارواکو په اقداماتو کې زیاتوالی لیدل کیږي.

دغه مرکز ویلي چې په روان کال کې د دوه سیمه ییزو راډیوي خپرونو مسوول مدیران د طالبانو د محکمو له خوا په یو، یو کال بند محکوم شوي چې په زندان کې د خپل بند موده تیروي.

د طالبانو حکومت د خبریالانو د ملاتړ دغو ادارو اعلامیې او راپور ته لا غبرګون نه دی ښودلی. خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د افغان خبریالانو د ملي ورځې د رسیدلو له امله افغان خبریالانو ته مبارکي ورکړې او ویلي دي چې حکومت یې د اسلام د دین په چوکاټ کې د رسنیو ازادۍ ته ژمن دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG