د لاس رسي وړ اتصالات

د بغلان د سیمه‌یزو چارواکو خپلمنځي نښته کې یو تن وژل شوی


آرشیف
آرشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د چهارشنبې په ماښام د بغلان د ولایتي شورا مرستیال او د پلخُمري د سیمه‌یزو پولیسو د قوماندان ترمنځ وسله‌واله نښته کې یو تن وژل شوی دی.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، چې په دې نښته کې د پلخمري د سیمه‌یزو پولیسو قوماندان امین آکا خیل ورور وژل شوی، قومندان آکاخیل او د بغلان د ولایتي شورا مرستیال شمس‌الحق بارکزی ټپیان شوي دي.

ښاغلي رحیمي په خپل ټویټر کې لیکلي: "د کورنیو چارو وزارت د یو مرستیال په مشرۍ یو باصلاحیته پلاوی په بخلان کې د وسله‌والې نښتې د موضوع د څیړلو لپاره توظیف شوی دی. ژر به په دې برخه کې د تحقیقاتو او قانوني اجراتو نتیحه شریکه شي".

د بغلان د ولایتي شورا غړي ظریف ظریف امریکا غږ ته وویل، چې په دې نښته کې د بغلان امنیه قوماندان نیازمحمد نیاز او دوه سرتیري ټپيان هم ټپيان شوي دي.

د دغې نښتې لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی.

د افغانستان د پخواني لوی‌ درستیز د ورور وژل کېدل

د بدخشان سمیه‌یز چارواکي وايي، چې د افغانستان د دفاع وزارت د پخواني لوی درستیز محمد شریف یفتلي ورور قُربان‌علي یفتلي د ناپېژندو وسله‌والو له خوا وژل شوی دی.

دا پېښه تیره ورځ د بدخشان ولایت په دشت‌شهداء سیمه کې شوې ده.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني امریکا غږ ته وویل، په پېښه کې د قربان‌علي یفتلي زوی فاروق، چې د دغه ولایت د پولیسو د جنايي جرمونو سره د مبارزې د مدیریت د کشف آمر دی او د موټر چلوونکی یې ټپيان شوي دي.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري امریکا غږ ته وویل، چې د ټپیانو صحي وضعیت ښه دی. هغه زیاته کړه چې پولیسو د پېښې په تړاو تحقیقات پیل کړي دي.

تر اوسه د دې پیښې لامل نه دی څرګند او چا یې مسولیت هم په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG