ه نیمروز ولایت کې د طالبانو امنیتي مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې یو کس د خپلې کورنۍ نهه غړي په ډزو وژلي او له سیمې څخه تښتېدلی دی.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر مولوي محمد مهاجر د دوشنبې په ورځ جون ۱۳ (غبرګولې ۲۳) خبریالانو ته ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ تر ماسپښین وروسته د زرنج ښار اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
ښاغلي مهاجر زیاته کړې چې د دغه پېښې په قربانیانو کې د دغه سړي مېرمن او اووه ماشومان یې شامل دي. د طالب چارواکو د معلوماتو په اساس دغه کس خپل خسر هم په ډزو وژلی دی.
د دوی په خبره تر دا مهاله د دغه پېښې انګېزه معلومه نه ده او وايي چې د یادې پېښې او د تورن کس د نیولو په اړه هڅې روانې دي.
د یو بل خبر له مخې طالب چارواکو په ارزګان ولایت کې د شخصي دښمنۍ له امله د یوې کورنۍ د درې غړو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند اغا ولي قریشي خبریالانو ته ویلي چې یاد کسان لومړی د یوې کورنۍ لخوا تښتول شوي او وروسته وژل شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د وژل شوو کسانو جسدونه تیره ورځ د چهارچینو ولسوالۍ له «تګاب» سیمې څخه تر لاسه شوي دي.
ښاغلي قریشي د یادو کسانو وژل کېدل لامل د دواړو کورنیو ترمنځ شخصي دښمني یاده کړه چې د دغه کسانو د جسدونو تر پیدا کېدو وروسته د دواړو لورو ترمنځ نښته هم شوې ده.
د طالبانو د دغه سیمه ییز چارواکي په وینا په دغه وسله واله نښته کې درې کسان ټپیان شوي هم دي.او په خبره یې د دغه پېښې په تړاو ۱۵ کسان نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ سیمه ییزو رسنیو په هلمند ولایت کې هم د دوو کورنیو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی و چې له امله یې اووه کسان ټپیان شوي و.