د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره شپه د کابل ښار په اوومه امنیتي حوزه کې ناڅرګندو کسانو د ټرانسپورټ وزارت د یو کار کوونکي د کورنۍ څلور غړي په «تېشه» وژلي دي.
دغه پېښه پرون ماښام ۷ بجې د یادې حوزې د جنګلګ په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په وژل شوو کسانو کې یوه ښځه او درې ماشومان شامل دي.
که څه هم تر دا مهاله د دغه پېښې انګېزه معلومه نه ده، خو د کورنیو چارو وزارت د «مرغومې پر ۲۹مه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په دې اړه د یاد وزارت لخوا څېړنې پیل شوي دي.
بیان زیاتوي، چې په دې اړه څېړنې به وروسته له رسنیو سره شریکې شي.
دا پېښه پر داسې مهال رامنځته کېږي، چې روان کال د کابل ښار د دریمې امنیتي حوزې اړوند جمال مېنه کې هم د یوې کورنۍ اووه غړي د ناڅرګندو کسانو لخوا وژل شوي و.
وړمه شپه بیا د فاریاب ولایت په اندخوۍ ولسوالۍ کې هم د یوې کورنۍ شپږ غړي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل و، د وسله والو کسانو لخوا په ډزو وژل شوي و.
که څه هم سیمه ییز چارواکو وویل، چې یاد کسان طالبانو وژلي، خو طالبانو د فاریاب په پېښه خپل لاس لرل رد کړل.
تر دا مهاله د کابل ښار د تېرې شپې پېښې مسؤلیت کومې چا په غاړه نه دی اخیستی.