د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا د وازیخوا ولسوالۍ امنیه قوماندان د طالبانو برید کې وژل شوی


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د پکتیکا پولیس وايي چې د دغه ولایت د وازیخواه ولسوالۍ امنیه قوماندان د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ووژل شو.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد آرين نن دوشنبه اپرېل ۲۶ (غويي ۶) امريکاغږ ته وويل چې قوماندان څارمن محمدالرحيم اباسين د وازيخواه ولسوالۍ د مرجانې سيمې امنيتي پوستو ته اکمالات کول چې په يوه پوسته کې د طالبانو له لوري په نښه او ويشتل شوی دی.

هغه زياته کړه دغه پېښه چې د يکشنبې په مازديګر شوې، په ترڅ کې يې لومړی قوماندان اباسين ټپي شو او وروسته يې د ژور ټپ له کبله ساه ورکړه.

د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد د دغه قوماندان د وژلو مسؤليت پرغاړه اخيستی او ويلي يې دي چې د هغه دوه ساتونکي ټپيان شوي هم دي.

د پکتيکا د پوليسو وياند شاه محمد آرين وايي چې څارمن محمد الرحيم اباسين د تېرو اتلسو کلونو راهيسې د پوليسو په ليکو کې پر مختلفو بستونو دندې ترسره کړي او د څه مودې راهيسې د وازيخواه ولسوالۍ د امنيه قوماندان په توګه ګمارل شوی و.

د یو بل خبر له مخې د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر او د ګلران پخوانی ولسوال تیره شپه د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوي دي.

د هرات والي سید وحید قتالي په وینا یو پلاوی تیره ورځ د ګلران ولسوالۍ لپاره د نوي ولسوال د معرفي کولو په هدف تللي و چې هرات ښار ته د بیرته راګرځېدو پرمهال یې د ګلران ولسوالۍ په «قشاوري» سیمه کې پر موټر چاودنه شوې.

د والي د معلوماتو په اساس په دغه چاودنه کې یو بل امنیتي منسوب هم وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG