د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: هرو دوو دقیقو کې یوه میرمن د زېږون په مهال مري


 
 

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۳ (کب څلورمه) وویل سره له دې چې په تیرو ۲۰ کلونو کې د میندوارۍ په مهال د میندو مړینه یوه په درېیمه کمه شوې، بیا هم په هرو دوو دقیقو کې یوه میرمن د زیږون د مشکلاتو له امله ژوند له لاسه ورکوي.

یاد سازمان ویلي د میرمنو د مړینو کچه د ۲۰۰۰ ام او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ د پام وړ کمه شوې خو د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ په یو حال وه او په ځینو سیمو کې بیرته ډیره شوې ده.

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان او نورو بنسټونو د یو راپور له مخې، په مجموع کې د میندو مړینه په تیرو ۲۰ کلونو کې ۳۴.۳ سلنه کمه شوې، یعنې په ۲۰۰۰ ام کال کې په هرو ۱۰۰ زره میرمنو کې ۳۳۹ میرمنو ژوند له لاسه ورکاوه خو دا کچه په ۲۰۲۰ کال کې ۲۲۳ ته راټیټه شوې ده.

له دې سره سره، دا په دې معنی ده چې په ۲۰۲۰ کال کې په یو ورځ کې ۸۰۰ میرمنو ژوند له لاسه ورکړی دی او یا هم په هرو دوو دقیقو کې یوه میرمن مړه شوې ده.

په بلاروس کې د میرمنو د مړینې کچه د پام وړ کمه شوې، ۹۵.۵ سلنه یې کموالی موندلی دی خو په ونزویلا کې دا رقم تر ټولو ډیر لوړ شوی دی. خو د ۲۰۰۰ ام کال څخه بیا تر ۲۰۱۵ کلونو پورې د میندو د مړینې ستر رقم په متحدو ایالتونو کې وو.

د ملګرو ملتونو د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټډروس اډهانم ګبریسوس وایي:"په داسې حال کې چې امیندواري باید د ټولو میرمنو لپاره د ډیرو هیلو او مثبتې تجرې وخت وي خو اوس هم په ټوله نړۍ کې د میلیونونو کسانو لپاره په خواشینونکي ډول یوه ډیره خطرناکه تجربه ده."

په راپور کې څرګنده شوې چې د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ د امنیدوارۍ پرمهال د مړینو کچه د ملګرو ملتونو د اتو سیمو څخه یوازې په یوې سیمه کې ټیټه شوې ده. په آسترالیا او نوي زیلاند کې ۳۵ سلنه او په مرکزي او جنوبي آسیا کې ۱۶ سلنه مړیني کمې شوي‌ دي.

خو دا رقم په اروپا او شمالي امریکا کې ۱۷ سلنه او په لاتینه امریکا او کارابین کې ۱۵ سلنه لوړ شوی، په نورو سیمو کې په خپل حال پاتې دی. ددغه راپور لیکوالې جینې کریسول خبریالانو ته ویلي چې دوه اروپايي هیوادونه یونان او قبرس د شمیرو د "پام وړ" لوړیدو شاهد دي.

د امیندوارۍ له امله اکثریت مړینې اوس هم د نړۍ په بیوزلو او جګړه ځپلو سیمو کې رامنځ ته کیږي. میرمن کریسول ویلي، ۷۰ سلنه دغه مړینې په ۲۰۲۰ کال کې د افریقا په لویه سحرا کې چیرې چې د آسترالیا او نوې زیلاند په پرتله د مړینو کچه ۱۳۶ ځله لوړه ده.

افغانستان، د مرکزي افریقا جمهوري، چاد، د کانګو جمهوري، سومالیا، جنوبي سودان، سوډان، سوریه او یمن ټول له ناوړه بشري ناورینونو سره مخامخ دي او د میرمنو د مړینې ارقام هم د نړیوال اوسط په پرتله څه باندې دوه برابره لوړ دي.

XS
SM
MD
LG