د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت یو کال او د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه


په افغانستان کې د طالبانو د حاکمېت د یو کال پوره کېدو په درشل کې، له نړیوالو سره په دغه هېواد کې د القاعدې د موجودیت او له طالبانو سره د دغې ډلې د اړیکو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو په وار وار ویلي چې د افغانستان له خوارې به چا ته ګواښ نه پېښیږي.

د طالبانو د حکومت ویاند وايي: "غواړو نړیوالو ته،‌ د متحده ایالتو په شمول، ډاډ او اطمینان ورکړو، د افغانستان له خاورې نه به هیچا ته زیان او ضرر متوجه نه وي، همداسې د سېمې هېوادونو ته، همدارنګه همسایه هېوادونو ته ټولو ته ډاډ ورکوو چې موږ اجازه نه ورکوو، چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو او یا د نورو هېوادونو پر ضد استعمال شي.

خو د طالبانو له حاکمېت څه باندې یوولس میاشتې وروسته،‌ د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري، د امریکا د بي پیلوټه الوتکې له لورې په کابل ښار کې په نښه شو.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د جولای په ۳۱مه دا اعلان وکړ: "موږ د القاعده ډلې امیر له منځه یووړ. موږ به اجازه ور نه کړو چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په امن ځای بدل شي، ځکه هغه ووژل شو. موږ به ډاډ تر لاسه کړو چې نور څه نه پېښېږي. تاسو پوهیږئ، دا ځای به پر متحدو ایالاتو د برید لپاره نه کارول کیږي. موږ به یې څارو چې داسې و نه شي".

طالبانو لا تر اوسه د الظواهري د وژل کېدو په اړه څه ندي ویلي. ځیني امریکايي چارواکي وايي، طالبان او القاعده ډله په خپلو کې پیاوړې اړیکې لري.

د امریکا د کانګرس غړی، ډونالد بېکن وايي، دا دواړې ډلې له ۲۰۰۰ میلادي کال راهیسې شریکان وو. هغه زیاتوي: "دوی لاسونه سره یو کړي وو. موږ پوهېږو چې د سپټمبر یوولسمې پېښې لپاره چې پکې درې زره بې ګناه کسان ووژل شول، طالبانو په افغانستان کې القاعده ډلې ته پناه ورکړې وه، زمینه یې ورته برابره کړې وه او همکاري یې ورسره کړې وه".

د دوحې په تړون کې ویل شوي دي چې طالبان باید له ټولو ترهګرو او په ځانګړې توګه د القاعده ډلې سره خپل روابط وشلوي او پرې نږدي چې د افغاستان خاوره د نورو په ضد وکارول شي.

خو دا یوازې القاعده ډله نه ده، داعش ډلې هم په تېر یو کال کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې خونړي بریدونه ترسره کړي او پکې په لسګونه کسان وژل دي. تازه داعش ډلې په کابل کې د عاشورا په مراسمو په برید کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

خو طالبانو مکررا ټینګار کړی دی چې داعش په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې داعش ته منسوبو وروستیو بریدونو ته په اشارې، وايي: " په غیر مري شکل باندې خیني ناځوانمردانه بریدونه کول، بزدلانه حملې، دا به انشاالله د دوی درد دوا نه کړي. د اسلامي امارت ځواکونه ویښ او بیدار دي. ډېر جدي به یې مخه ونیول شي".

د ۲۰۲۲ کال د جولای میاشتې په وروستیو کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو چې په افغانستان کې د طالبانو له حاکمېدو وروسته، په دغه هېواد کې د داعش د جنګیالیو شمېر شاوخوا ۶۰۰۰ کسانو ته رسېدلی دی چې مخکې یې شمېر یوازې ۲۰۰۰ ښودل شوی و.

په تېر یوه کال کې څو ځله د افغانستان له خاورې پر ازبکستان او تاجکستان د راکټونه توغولو خبرونه خپاره شول. طالبانو وویل، د داعش په ګډون د هغو ورانکارو ډلو په وړاندې یې اقدام کړی دی چې په دغو بریدونو کې یې لاس درلود.

خو ایا طالبان په رښتیا غواړي او ددې توان لري چې د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر خلاف ودریږي.

د ترهګرۍ او امنیتي چارو شنونکی، جانتن شروډن د داعش پر وړاندې د طالبانو جګړه ګټوره نه بولي. هغه وايي: "په تېر یو کال کې داعش په افغانستان کې له ۱۳۰ زیات بریدونه کړي دي. په دې بریدونو کې لږترلږه سل بریدونه پر طالبانو شوي یا د طالبانو پر اهدافو باندې شوې دي".

د افغانستان امنیتي مسایل په داسې وخت کې په نړیواله کچه مطرح کیږي چې د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره کېدونکی دی،‌ خو لا هم هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

XS
SM
MD
LG