د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال یوازې ۶۰زره کسانو ته د حج کولو اجازه ورکول کیږي 


دا دویم کال دی چې د کرونا ویروس له کبله د حج معمول مراسم نه ترسره کیږي
دا دویم کال دی چې د کرونا ویروس له کبله د حج معمول مراسم نه ترسره کیږي

په سعودي عربستان کې چارواکي وايي د حج سږني مراسمو لپاره یې ترتیبات بشپړ کړي او د کروناویروس محدودیتونو ته په کتو به د حج مراسم ترسره شي.

د «رواحل المشایر» په نامه د حج د خدمتونو یو شرکت ویلي دي چې سږکال ۵۰۰زره کسانو د حج غوښتلنیکونه سپارلي وو چې یوازې ۶۰زره کسانو ته به د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړل شي.

حکومتي چارواکي وايي دا ۶۰زره کسان په سعودي عربستان کې دننه دي او د نورو هېوادونو څخه به خلک د حج لپاره نه ورځي.

د حج د مراسمو ګډونوال باید د کروناویروس ضد واکسین شوي وي، خطرناکې او مزمنې ناروغۍ ونلري او عمرونه یې هم باید د ۱۸ او ۶۵ کلونو ترمنځ وي.

‌د حج په سږني مراسمو کې به حاجیانو ته یو ډول «زیرک (سمارټ)» کارتونه ورکول کیږي چې خدمتونوته لاسرسی ولري.

تېرکال یوازې ۱۰۰۰ کسانو ته چې په سعودي کې اوسېدل د حج اجازه ورکړل شوې وه، په دوی کې یې ځینې بهرنیان هم وو چې د ۱۶۰ هېوادونو له ډلې څخه غوره شوي وو او یو شمېر نور یې بیا پوځي پرسونل وو.

د کرونا ویروس تر خپرېدو مخکې هر کال شاوخوا دوه میلیون مسلمانان حج ته تلل. په دوی کې به څه باندې ۲۰زره د افغانستان حاجیان هم وو.

دا دویم کال دی چې د کرونا ویروس له کبله د حج معمول مراسم نه ترسره کیږي.

د کرونا ویروس له کبله تر دې دمه په سعودي عربستان کې شاوخوا ۸۰۰۰ کسان مړه شوي او ۵۰۰زره نور په دغه ویروس اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG