د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال د فرضي حج مراسم له نورو کلونو څه توپیر لري؟


د حاجیانو لپاره سږ کال خاص تدابیر په پام کې نیول شوي
د حاجیانو لپاره سږ کال خاص تدابیر په پام کې نیول شوي

ګڼ شمیر زیارت کوونکي له څو ورځو قرنطین وروسته، په داسې حال کې چې ماسکونه یې اغوستي وو د چهار شنبې په ورځ جولای ۲۹ (زمري ۸) په وړو ډلو کې د دیني مراسمو د ترسره کولو لپاره مکې ښار ته داخل شول.

د کرونا ویروس د خپریدو له امله، زیارت کوونکي د څنګ په څنګ دریدو پرځای فزیکي واټن مراعتوي او په وړو ۲۰ کسیزو ډلو کې حرکت کوي.

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د جون په میاشت کې اعلان وکړ چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په هدف، سږ کال یوازې د عربستان لږ شمیر اتباع کولای شي د فزیکي واټن په مراعت کولو سره د فرضي حج په مراسمو کې ګډون وکړي.

دا په تیره یوه پیړۍ کې لومړی ځل دی چې د حج په فرضي مراسمو کې د بهرنیو اتباعو په ګډون بندیز لګیدلی دی.

هر کال د نړۍ له مختلفو سیمو څخه ۵.۲ میلیونه مسلمانان ( سني، شیعه او د اسلام د نورو فرقو لارویان) د حج مراسم ترسره کوي. هغوی یوځای ډوډۍ خوري، لمونځ کوي او د دعا لاسونه پورته کوي.

خو سږ کال حاجیان یوازې کولای شي د هوټل په کوټو کې ډوډۍ وخوري او له یو بل څخه د واټن په مراعت کولو لمونځ وکړي. د سعودي عربستان دولت ټولو زیارت کوونکو ته د سفر، اوسیدو او صحي خدماتو اسانتیاوې برابرې کړي دي.

سعودي عربستان د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په هدف ، د حج د مراسمو پرمهال حاجیان د کعبې له مچولو او لمس کولو منع کړي دي او د ماسک اغوستل او د فزیکي واټن مراعاتول یې د خپلو تدابیرو په سر کې راوستي دي.

حاجیان باید په ډبره د شیطان د وهلو لپاره له هغو تیږو کار واخلي چې له وړاندې مکروب ضد درمل پرې وهل شوي دي. په دغه ځای کې یوازې په یو وخت ۵۰ زیارت کوونکي کولای شي یوځای ووسي.

په هره ۵۰ متره مربع ساحه کې چې د خیمو لپاره په پام کې نیول شوې، له لسو څخه ډیر زیارت کوونکي نشي کولای حضور ولري.

حاجیانو سږ کال په انلاین ډول درخواستونه ورکړي وو. درخواست کوونکو باید د ۲۰ او ۵۰ کلونو ترمنځ عمرونه درلودلی او د کرونا په ساري ویروس ککړ نه وای. لومړیتوب هغو کسانو ته ورکړل شوی وو چې پخوا حج ته نه وو تللي.

د ټولو حاجیانو د کرونا ټسټ شوی دی او هغوی ته په لاس کې داسې یوه اله اغوستل شوې چې له موبایلونو سره یې وصل ده او عمل یې له همدې لارې څارل کیږي.

زیارت کوونکي د حج له مراسمو وړاندې په کورونو او یا هم اتاقونو کې قرنطین وو او د حج له ټولو مراسمو وروسته به هم د یوې اونۍ لپاره ځانونه قرنطین کړي.

سعودي عربستان تر اوسه په کرونا ویروس د ۲۷۰۸۳۱ کسانو د اخته کیدو او د څه باندې ۲۷۰۰ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG