د لاس رسي وړ اتصالات

د تیلو د تولید د کموالي پر سر د امریکا او سعودي جنجال


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د سعودي عربستان لپاره د هغې پریکړې له کبله د عواقبو ژمنه کړې چې د تیلو صادروونکو هېوادونو (اوپېک پلس) د مشر په توګه یې د تېلو تولید کم کړي.

خو مبصرین چې د سعودي او امریکا اړیکې څاري، پدې اند دي چې ښایي ښاغلی بایډن هم د پخوانیو جمهور رئیسانو په شان سعودي ته د سزا ورکولو لپاره ډیرې لارې چارې ونلري.
سره لدې چې ښاغلي بایډن د جمهور رئیس کیدو څخه وړاندې ژمنه کړې وه چې د بشري حقونو له کبله به د سعودي عربستان اوسنی مشر محمد بن سلمان "اجنبي" وبولي خو کله یې چې سعودي ته سفر وکړ او د ښاغلي سلمان سره یې هم وکتل، تر سختو انتقادونو لاندې راغی.

د اوپیک پلس هیوادونو ویلي چې په یوه ورځ کې به د تیلو په تولید کې ۲ ملیونه بیلره کموالی راولي چې پدې کار سره له یوې خوا د روسیې لپاره پداسې حال کې عاید ډیریږي چې په اوکراین کې د جګړې لپاره ورته سخته اړتیا لري او له بلې خوا په امریکا کې د مصرفوونکو لپاره د تیلو بیې لوړیږي او هغه هم د کانګریس د منځنۍ دورې څخه څو اوونۍ وړاندې .

د بایډن ادارې ویلي چې په کانګریس کې به د هغو دموکراتانو له لارې د سعودي په خلاف د غچ اخیستو اقدامات وکړي چې د دې هیواد سره چندانې جوړ ندي.

د بیلګې په توګه سناتور کریس مرفي چې د پخوا راهیسې په یمن کې د ورانوونکې جګړې له کبله په سعودي عربستان انتقادونه کوي، ویلي چې متحده ایالات باید په ریاض د منځني واټن هوا څخه هوا ته واریدونکو توغندیو پلور بند کړي او د سعودي پر ځای دې دا توغندي اوکراین ته ورکړل شي او هم دې د پیټرایټ په نامه د توغندیو د دفاع سیستم اوکراین یا د ناټو کوم بل متحد هیواد کې ځای پر ځای شي.

خو د سعودي ملاتړي بیا خبرداری ورکوي چې دا ډول کړنه به متحده ایالات د روسیې او چین سره د وسلو سیالۍ ته ور ټیل وهي.

د اوپیک پلس هیوادونو لخوا د تیلو د تولید کمولو د پریکړې څخه وروسته د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پېیر ویلي و چې ولسمشر بایډن له عربستان سره "د متفاوتو اړیکو" په لرلو باور لري او اوسمهال په دغو اړیکو له سره غور کېږي.

ميرمن ژان پېیر وویل: " موږ باور لرو چي د اوپیک پلس د تيرې اونۍ د پریکړې له مخې، دوی یقینا ځانونه د روسیې لور ته کاږي". هغې زیاته کړه: "دا د روسیې سره د یو ځای کیدو وخت نه دی، په ځانګړي توګه د دې وحشیانه او بې ساري جګړې سره چې په اوکراین کې یي پیل کړې ده."

په عین حال کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان یکشنبه اکټوبر ۱۶ د سي ان ان تلویزیوني شبکې سره په مرکې کې وویل چې جمهور رئیس بایډن به د سعودي عربستان سره د اړیکو په بیا ارزیابي کولو کې "د نظم سره سم او ستراتیژیکه توګه" عمل وکاندي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

ښاغلي سلیوان ددې تر څنګ دا هم ویلي چې جمهور رئیس جو بایډن به د نومبر په میاشت کې کله چې د جي-۲۰ هیوادونو د مشرانو د غنډې لپاره اندونیزیا ته ځي، د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان سره به ونه ګوري.

خو بل پلو بیا سعودي عربستان ټینګار کوي چې د اوپیک پلس هیوادنو پریکړه په بشپړه توګه اقتصادي بڼه لري او دا چې پدې هیواد د وسلو پلور نه یوازې ریاض بلکې پخپله متحده ایالاتو ته هم ګټه رسوي.

XS
SM
MD
LG