د لاس رسي وړ اتصالات

ارغنداب کې جګړه؛ اوه افغان نظامیان او ۲۴ طالبان وژل شوي


امنیتي مقامات وایي چې تېره شپه د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د صفر ۳ ځانګړې قطعې په ګډون د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا ګډ پوځي عملیات پیل شوي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزي امریکا غږ ته وویل چي په دغو عملیاتو کې د څلورو قوماندانانو په ګډون ۲۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲ موټر بمونه هم لمنځه وړل شوي.

نوموړي زیاته کړه چې لاهم په سیمه کې وسله والو طالبانو مخامخ جګړې ته دوام ورکړی خو دوی د ملکي مرګ ژوبلي د مخنیوي لپاره په ډير احتیاط سره مخ ته ځي.

ښاغلي بارکزي وويل: "جګړه اوس د کوهک په سیمه کې روانه ده خو د تابین په شمول ګڼي سیمي د وسله والو له موجودیت څخه پاکي شوي ۲۴ وسله وال چي ۴ يې مهم قوماندانان وو پدې عملیاتو کې وژل شوي، دغه راز د صفر ۳ قطعې یو حاموي ټانګ او یو رینجر چي وسله والو طالبانو د ځانمرګو بریدونو لپاره چمتو کړي وو نن سهار وختي لمنځه وړل شوي".

که څه د کندهار پولیس مقامات خپل لور ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه وايې خو يوې امنیتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې د ارغنداب ولسوالۍ په جګړه کې ۷ پوليس وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي.

د ارغنداب کوهک سیمه د کندهار ښار له ۸ امنیتي حوزې سره په سرحد کې پرته ده.

تیرماښام د افغانستان لوی درستیز جنرال یاسین ضیا د ارغنداب د جګړې د مهارولو لپاره یادې ولسوالۍ ته تللی او د ګډو افغان ځواکونو د سوق او ادارې مرکز يې رامنځ ته کړ.

په ارغنداب ولسوالۍ کې جګړه له تیرې ورځې راهیسې پيل شوې چې له کبله يې لس ګونه کورنۍ له خپلو سیمو څخه کډوال شوی او لاهم سل ګونه نورې کورنۍ د جګړې په سیمه کې بند پاتې دي.

وسله والو طالبانو د ارغنداب د جګړې په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG