د لاس رسي وړ اتصالات

'غزني کې د القاعده شبکې دوهم مهم مشر وژل شوی'


ابو محسن المصري.
ابو محسن المصري.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په غزني ولایت کې د هند نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې د دوهم مشر ابو محسن المصري د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

ملي امنیت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د القاعده شبکې دغه لوړپوړی غړی وړمه شپه د غزني ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي چې ابومحسن د هند نیمه وچه کې د القاعده شبکې مهم قوماندان و.

القاعده شبکې تر دا مهاله په افغانستان کې د خپل دغه لوړپوړي غړي د وژل کېدو په اړه تبصره نه ده کړې.

افغان امنیتي مسؤلین پر داسې مهال په دغه هیواد کې د القاعده شبکې د دوهم لوپوړي مشر د وژل کېدو خبر ورکوي چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د سولې هوکړې له مخې طالبان باید د القاعده په ګډون ټولو تروریستي ډلو سره اړیکې قطعه کړي.

طالبانو هم تر دا مهاله په دې اړه هیڅ تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست د ۱۳۹۸ کال د تلې پر ۱۶مه د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د هند نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې د مشر عاصم عمر د وژل کېدو خبر ورکړی و.

بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن یکشنبه اکتوبر۲۵ (لړم۴) ویلي چې د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ لپاره د قدرت الله په نوم د داعش ډلې تش په نوم ولسوال د افغان ځواکونو دعملیاتو پر مهال نیول شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د یادو عملیاتو پر مهال یو شمېر مهمات او وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

XS
SM
MD
LG