په اورلنډو کې د همجنسبازانو په کلب باندې د حملې نه ورسته په امریکا کې د مسلمانانو په مقابل کې د خلکو کرکه او نفرت زیات شوی دي او د اورلنډ مسلمانانو ته په زرگونو د کرکې ایملونه استول شوي دي.
د اورلنډو اوسیدنکی امام محمد مرسي د امریکا غږ ته وویل چې د تیرو دوو ورځو راهیسي د اورلنډو مسلمانان د ډیر سخت عکس العمل سره مخ دي. تر اوسه پورې مسلمانانو ته په زرگونو شمیر د کرکې ډک ایمیلونه، ټلفونونه شوي دی. په دی برسره په ټولنیزی رسنیو کې هم د مسلمانانو په خلاف د کرکې پېیغامونه خپاره شوي دي.
د دی سره سره چې په اورلنډ کې مسلمانان کوشش کوي چې تاوتریخوالي کم شي مگر بیا هم د دغې سیمې اوسیدونکي د خپلې سیمې د وضعې په هکله اندیښنې لري.
مرسي زیاته کړه چې مسلمانان د خلکو په احساساتو پوهه دي خو پکار ده چې د هغوي دغه غوسه په مثبت احساساتو بدله شي.
زرغي مین چې په کندهار افغانستان کې ځیږیدلې وو او د نیویاک په ښار کې ي ژوند کړیدی اوس هغه په اورلنډ کې د یو ریستوران خاوند دی. هغه امریکا غږ ته وویل چې زما په فکر دا یو ډیر بزدلانه عمل وو. د اورلنډو او د ټولې امریکا ولس د دغې ډول بزدلانه حملو سره مخ دي. دا مونږ ته د افغان امریکایانو په توگه تاوان رارسوي. هغه زیاته کړه چې اوس خلک ماته په ډیر عجیبه نظر گوری.