د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د عدلیې وزارت: تورن پاکستاني منلې چې د یهودیانو د وژنې هوډ يې درلود

د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت اعلان کړی چې یو پاکستاني تبعه، محمد شاهزیب خان، چې د “شاهزیب جدون” په نوم هم پېژندل کېږي، د امریکا په خاوره کې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو د هڅې تور منلی دی.

د دې وزارت د اعلامیې له مخې چې د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل ۸مه) خپره شوې، دغه ۲۱ کلن پاکستاني چې په کاناډا کې اوسېده، پلان درلود چې په ۲۰۲۴ کال کې، د حماس د اکتوبر اوومې بریدونو د لومړۍ کلیزې پر مهال، د نیویارک په ښار کې د یهودیانو په یو مهم مرکز باندې برید وکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې محمد شاهزیب خان د چهارشنبې په ورځ پر ځان لګېدلي تورونه ومنل او ټاکل شوې ده چې د روان کال د اګست په ۱۲مه نېټه د هغه سزا اعلان شي.

د امریکا د ملي امنیت مرستیال لوی څارنوال، جان ایزنبرګ، ویلي چې دغه پاکستاني سړي غوښتل په نیویارک ښار کې “تر ټولو زیات ممکن یهودیان” ووژني.

ایزنبرګ زیاته کړې: “[شاهزیب خان] ویلي وو چې نیویارک ښار د یهودانو د لوی نفوس له امله د برید لپاره یو مناسب ځای دی، او په ویاړ یې ویلي چې د هغه توطیه کېدای شي د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته په امریکا کې تر ټولو لوی برید وي. د عدلیې وزارت د ملي امنیت څانګه به نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي څو ډاډ ترلاسه کړي چې د خان په څېر ترهګر د امریکا د قانون له بشپړ ځواک سره مخ شي.”

د تورنو په اساس ، نوموړي د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې په ټولنیزو رسنیو کې د داعش ملاتړ پیل کړ، د دې ډلې تبلیغاتي مواد یې خپرول او وروسته یې د امریکا په خاوره کې د ترهګریزو بریدونو پلان جوړ کړ.

هغه خپل پلان له دوو کسانو سره شریک کړی و چې په اصل کې پټ امنیتي مامورین وو. نوموړي د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر په لومړیو کې د کاناډا له ټورنټو ښار څخه د امریکا پر لور د غیر قانوني تګ هڅه وکړه، خو د کاناډا له پولې شاوخوا ۲۰ کیلومتره وړاندې د کاناډايي امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو، او وروسته د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې د امریکا عدلي او قضايي چارواکو ته وسپارل شو.

د امریکا د عدلیې وزارت د اعلامیې له مخې، هغه جرم چې محمد شاهزیب خان پرې اعتراف کړی، د عمر بند سزا لري.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG