د لاس رسي وړ اتصالات

"د بن لادن په اړه راپور د خلګو پوښتنې نه ځوابوي"


د آیبټ آباد په ښار کې د بن لادن کور
د آیبټ آباد په ښار کې د بن لادن کور
نزرانه یوسفزۍ -- واشنګټن

د پاکستان د حکومت په یوه راپور کې راغلي دي چې د دغه هیواد د پوځي او ملکي مشرانو د «ګډې ناکامۍ» له امله، د القاعدې مشر اسامه بن لادن په دې قادره شوی و چې په کالنو په پاکستان کې په پټه ژوند وکړي.


د پاکستان د حکومت دغه پټ راپور چې ۳۳۶ مخه دی او د دوشنبې په ورځ د الجزیرې د تلویزوني شبکې په ویبپانې باندې خپور شو.

په پیښور کې د باچاخان ټرسټ د زده کړې د بنیاد مشر ډاکټر خادم حسین وايي چې په راپور کې د مهمو پوښتنو په اړه «تفصیلي» سپارښتنې نه دې راغلي. هغه دا هم وايي چې هغه پوښتنې چې په پاکستان کې خلګو درلودي نه دې ځواب شوي.

ډاکټر حسین خادم دا هم وايي چې دا پوښتنه هم هم نه ده ځواب شوي چې څنګه د نورو هیوادونو ځواکونه د پاکستان په یو ښار کې عملیات کوي او د پاکستان امنیتي ادارې پرې نه خبرېږي.

د باچا خان ټرسټ د زده کړې د بنیاد مشر وايي چې په راپور کې دا هم نه دې راغلي چې هغه پاکستاني ادارو چې خپلې دندې په سمه توګه نه دې ترسره کړي څه ډول قانوني چلند باید ورسره وشي.

دغه راپور چې د هغه کمسیون لخوا لیکل شوی دی چې د پاکستان حکومت ورته دنده سپارلې وه چې د اسامه بن لادن د وژلو په مقصد دې د امریکا د پټو عملیاتو په اړه څیړنه وکړي.

په راپور کې دا هم راغلي دي چې دغه کمیسیون داسي شواهد نه دې موندلي چې وښيي چې پخوانیو او یا اوسنیو پاکستاني چارواکو دې په پاکستان کې د اسامه بن لادن د پټیدو سره مرسته کړې وې.

خو راپور وايي چې، په مکمله توګه، د اسامه بن لادن د پټیدو په اړه د پاکستاني چارواکو مرسته نه شي ردولای.

د خادم حسین سره د نزرانه یوسفزۍ مرکه دلته واوری

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:30 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG