د لاس رسي وړ اتصالات

ستانکزی: زموږ مشران پیغمبران نه دي؛ د شریعت خلاف اوامر باید ونه منل شي 


عباس ستانکزی له نورو طالب مشرانو سره
عباس ستانکزی له نورو طالب مشرانو سره

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په خپلو تازه څرګندونو کې له طالبانو او عوامو خلکو غوښتي دي‌ چې د «حاکمانو هره خبره» په پټو سترګو ونه مني.

ښاغلي ستانکزی‌ په لوګر کې د یوې مدرسې په فراغت غونډې کې، چې نن سه شنبه جنوري لسمه (مرغومې۲۰) یې ویدیو خپره شوې، ویلي‌ دي د طالبانو مشران «پیغمبران او صحابه» نه دي، بلکې د «شلمې او یوېشتمې پېړۍ خلک دي.. هر څوک که حاکمیان دي، که والیان دي، که امنیه قومندانان دي، که وزیران دي، که رئیس جمهور دي که هر څوک دي... سهوې کوي، خطاوې کوي...». د طالبانو نظام رئیس جمهور نلري بلکې «امیر» لري.

نوموړي‌ د کوم کس نوم وانخیست خو په غیر مستقیم ډول یې د طالبانو ترمنځ اختلافاتو ته اشاره وکړه او په طالبانو او عوامو یې غږ وکړ که کوم «امر» ته غلطه مشوره ورکول کېږي، « یو څوک یې غلط پوه کړي او ‌غلطي وکړي، دا د هر مسلمان اوهر فرد حق دی چې خپل امر ته ووايي چې دغه کار دی خلاف د شرعیت دی».

هغه وویل چې باید «طالب مشران» دا خبرې داسې ونه ګڼي، چې « ما تخریب کوي، ‌ماسره مشکل لري یا زما حکومت او نظام... دا د اصلاح لپاره دي... که زه فکر کوم چې دې تخریب کوي ...‌بیا دا جامعه نه جوړېږي».

شیر محمد عباس ستانکزی داسې مهال دا خبرې کوي چې د راپورونو په اساس د طالبانو په منځ کې په دې وروستیو کې ځينې اختلافات پیدا شوي ‌دي. څه موده مخکې د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کارن دکر وویل چې د طالبانو د حکومت پرېکړې په کندهار کې کېږي او په خبره یې هغه طالب مشران، چې د لویدیځ سره په تماس کې دی،‌ تصمیم نیونکي‌ نه دي.

عباس ستانکزي تر دې مخکې هم د نجونو په تعلیم او تحصیل باندې د بندیز په اړه د طالب مشرانو په پرېکړو اعتراض کړی و. نوموړي په تازه خبرو کې هم د «عصري علومو» په زده کړې ټېنګار وکړ او پرته له دې چې د نجونو په تحصیل، تعلیم او کار باندې بندیز یاد کړي،‌ وویل چې باید «نر، ښځو، سپين ږېرو او ځوانانو ته خپل حقوق» ورکړل شي.

هغه د بیان د ازادۍ لپاره د اسلام د اول دور یوه پېښه هم بیان کړه چې یوې ښځې د وخت «خلیفه عمر بن خطاب» ته ویلي وو: « کوم حق چې الله ما ته راکړی،‌ ته څوک یې چې له ما یې اخلي». هغه وویل که اوس یو څوک یو مقام ته داسې خبره وکړي، وهل کېږي، ټکول کېږي او زندان ته اچول کېږي.

عباس ستانکزي وویل: «هغه اوامر په سړي ‌واجب دي ‌چې د شریعت مطابق وي،‌ که د شریعت خلاف وي، د دې بیا وجوب نشته».

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت دا مقام داسې مال دا څرګندونې کوي چې حکومت یې په یو تازه اقدام کې د نجونو په مخ د پوهنتون دروازې وتړلې او نړیوالو ادارو کې یې د ښځو په کار هم بندیز ولګوو. تر دې مخکې یې نجونو په متوسطه او عالي لېسو هم بندېز لګولی وی او په ښځو یې هم کلک بندیزونه لګولي دي.

د سعودي‌عربستان،‌ قطر او ترکیې په ګډون یو شمیر اسلامي هیوادونو او د امریکا په ګډون ډېرو لویدیځو هېوادونو د طالبانو د حکومت دا پرېکړه غندلې او دهغه د بدلولو غوښتنه یې کړې ده.

XS
SM
MD
LG