د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي وايي دایکندي کې ۳۰۰۰ کورنۍ د جګړو له امله بيځایه شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د دایکندي ولایت سیمه‌ ییز چارواکي وايي چې د طالبانو د بریدونو له امله په تېره یوه اونۍ کې د پاتو ولسوالۍ کابو درې زره کورنۍ د دغه ولایت مرکز نیلي ښار او نورو سیمو ته بیځایه شوي دي.

د دایکندي د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو امر ابراهیم هاشمي د دوشنبې په ورځ جولای پنځمه (چنګاښ ۱۴) امریکا غږ ته وویل چې په تېره یوه اونۍ کې کابو دوه زره کورنیو د دایکندي مرکز ته پناه وړې ده او په وروستیو ورځو کې ۸۰۰ نورې کورنۍ بیځایه شوي دي.

هغه زیاته کړه: "دا ډېره لوړه شمېره ده. موږ د ملي او نړیوالو بنسټونو او رسنیو پام غواړو تر څو په دې بیړني وضعیت، وچکالي او د کروناویروس پراختیا کې د انساني ناورین شاهدان نشو".

د ښاغلي هاشمي په وینا تر اوسه شاوخوا ۵۰۰ کورنیو ته د غذايي موادو لومړنۍ مرستې رسېدلې دي خو سیمه‌ ییزه اداره د جګړو له امله له زیات شمېر بېیځایه شویو سره د مرستو وړتیا نه لري.

د دایکندي د والي ویاند سرور برلاس وویل چې د بیړنیو حالاتو کمېټې د دغه ولایت په لوبغالي کې بېځایه شویو کورنیو لپاره ۱۰۰ کېږدۍ لګولي دي.

ښاغلي برلاس وویل: "له بې‌ځایه شویو سره د مرستې او همکارۍ برنامې شته دي خو باید د بیځایه شویو لومړنۍ سروې ترسره شي. کمپ جوړ شوی دی او د غذايي موادو په ګډون د اړتیا وړ توکي ورباندې ویشل کېږي".

د جګړو له امله د پاتو ولسوالۍ یو شمېر بیځایه شوې کورنۍ د دایکندي په مرکز نیلي ښار کې د ونو تر سیوري لاندې، رسټورانټونو او یو شمېر یې په لوبغالي کې جوړ شوي کمپ کې ژوند کوي.

دوی وايي چې د څښاک اوبو، خوړو، جامو او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

د دغو بې‌ځایه شویو له ډلې نعمت وویل: "کله چې زموږ په کورونو باندې د هاوان مرمۍ ولګېدله د کور پرېښودلو ته اړ شوو او یوازې مې خپل میرمن او ماشومان له سیمې وایستل، بل مو هېڅ شی له ځان سره رانوړل".

د دایکندي سیمه‌ييز چارواکي وايي چې طالبان لا هم د سیمو د نیولو لپاره د پاتو ولسوالۍ په بیلابیلو برخو باندې بریدونه کوي.

د دوی په وینا د پاتو ولسوالۍ د مرکز اړوند د قخور په سیمه کې د طالبانو، سیمه‌ ییزو پاڅونوالو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

XS
SM
MD
LG