د لاس رسي وړ اتصالات

د تاجیکستان په بدخشان کې څه دپاسه ۱۰۰تنه 'یاغیان' نیول شوي 


د تاجیکستان پولیسو د پنجشنبې په ورځ ناوخته مۍ ۱۹ (غوایي ۲۹) وویل چې د "ترهګرۍ ضد عملیاتو" په ترڅ کې څه دپاسه ۱۰۰تنه "یاغیان" نیول شوي دي.

دغه نیونې د تاجیکستان په ختیځ کې د خونړیو نښتو وروسته شوي دي؛ هغه سیمه چې تاجیکستان له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي تر خپل کنترول لاندې یې راولي.

د تاجیکستان د مقاماتو په وینا د وروستیو نښتو په وجه د اتو تنو "سخت دریځو" او ددې هیواد د یو منصبدار په ګډون نهه تنه د بدخشان کوهي په سیمه کې وژل شوي دي. د ۲۰۱۲ میلادي کال وروسته دا لومړی تاوتریخوالی دی چې په دغه سیمه کې رامنځته کیږي.

د تاجیکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ددې هیواد پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې "د یوې ترهګرې ډلې" ۱۱۴ غړي ددې هیواد په روشان سیمه کې نیولي دي او اته تنه نور لا هم په تيښته دي.

پدې ترڅ کې د تاجیکستان استخباراتو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې پدغه سیمه کې اوس حالات "عادي" شوي دي.

په ۱۹۹۱ کال کې د پخواني شوروي اتحاد د له منځه تللو وروسته چې د منځنۍ اسیا هیوادونو خپله خپلواکي ترلاسه کړه د ګورنو بدخشان یا بدخشان کوهي سیمه د تاجیکستان د پنځه کلنې کورنۍ جګړې د پای ته رسیدو راوروسته تر نن پورې د شخړو مرکز دی.

دا سیمه د ژبې، مذهب او قوم له مخې د تاجیکستان له نورو سیمو سره توپیر لري. د بدخشان کوهي سیمه د حکومت ضد یاغیانو عمده سیمه ګڼل کیده، هغه یاغیان چې بالاخره یې اوربند وکړ.

د رسنیو د رپوټونو له مخې مقاماتو د سه شنبې په ورځ په خوروغ ښار کې د اعتراضونو په غبرګون کې "د ترهګرۍ ضد عملیات" اعلان کړل. د سیمې د رئیس ګوښه کیدل چې حکومت ټاکلی و، د اعتراض کوونکو له غوښتنو څخه ده.

د نښتو وروسته پدې سیمه کې انټرنیټي خدمات قطع شوي او د موبایل ټیلفونونو خدمات هم تر یوه حده متاثر شوي دي.

په بهر کې د تاجیکستان د حکومت مخالفو ډلو ددې هیواد له مقاماتو غوښتي چې په وینا یې په بدخشان کې "د سوله ییزو اعتراضونو ځپل" بس کړي.

د تاجیکستان په بدخشان کوهي کې وضعیت چې د افغانستان سره په پوله پروت دی د ۲۰۲۱ کال د نومبر د میاشتې راهیسې جنجالي شوی دی. یو ځل اعتراض کوونکو هڅه وکړه چې پدې ولایت کې دولتي ودانۍ ونیسي، خو پولیسو یې مخنیوی وکړ او په ډزو کې یو اعتراض کوونکی ووژل شو.

په تاجیکستان کې مظاهرې چې ۹.۵ میلیون نفوس لري یو نادره پیښه ده. خو د تاجیکستان د بدخشان ولایت چې د حکومت اکثر مخالفین په کې اوسیږي، کله نا کله د مظاهرو شاهد وي.

سره له دې چې د بدخشان ولایت د تاجیکستان د قلمرو نیمایي جوړوي ددې ولایت نفوس شاوخوا ۲۵۰زره تنه دی. د بدخشان کوهي اکثر ساحې غرنۍ دي او د اقتصادي ستونزو، د بیکارۍد لوړې کچې او د خوراکي توکیو د لوړو بیو په وجه په کې ژوند کول مشکل دي.

XS
SM
MD
LG