د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: څلور میلیون افغان ماشومان له ښوونځيو محروم دي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي په تېرو اونیو کې د تاوتریخوالي زیاتوالي افغان ماشومان هم اغېزمن کړي دي.

یونیسف نن یکشنبه اګست ۲۹ (وږې۷) ویلي چې ګڼ شمېر ماشومان له خپلو ښوونځيو بېځایه شوي او له روغتیايي خدماتو څخه محروم شوي دي.

یونیسف امنیتي کړکېچ، د خوراکي توکو د بیو لوړېدل، کرونا ویروس او راتلونکی ژمی د افغان ماشومانو په وړاندې نور ګواښونه بللي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي که رامنځته شوی وضعیت دوام پیدا کړي د دوی د اټکل له مخې تر پنځو کلونو کم عمره یو میلیون افغان ماشومان به له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

د یادې ادارې د معلوماتو په اساس د دې ترڅنګ په دغه هیواد کې څه باندې څلور میلیون افغان ماشومان له ښوونځيو محروم دي چې ۲.۲ میلیون یې نجونې دي.

یونیسف همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د جګړو او وچکالۍ له امله ۳۰۰زره ماشومان له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق له افغانستان سره د ځینو بنسټونو د مرستو د بندولو په اړه اندېښنه ښودلې، خو ټینګار یې کړی چې اړمن افغان ماشومان به یوازې پرې نږدي.

یونیسف په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د وروستیو جګړو له امله د زرګونو کورنیو د بېځایه کېدو راپور ورکړل شوی.

پر کابل د طالبانو تر حاکمیت وروسته لا هم په دغه هیواد کې لوی بازارونه، بانکونه او سوداګریز بندرونه په بشپړه توګه نه دي خلاص شوي چې له امله یې خلکو د خپلو اقتصادي ستونزو په اړه شکایتونه کړي.

یونیسف تیره اونۍ همدارنګه وویل چې په افغانستان کې ۱۰ میلیون ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

یادې ادارې ویلي و چې افغان ماشومان له بشري ناورین سره مخ دي او په خبره یې د خوراکي او روغتیايي موادو او د څښاک پاکو اوبو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG