د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې بانکونو په فعالیت پیل وکړ


نن د یکشنبې په ورځ اګست ۲۹ په کابل کې له نږدې دوه اونیو ځنډ وروسته بانکونو په محدود ډول خپلو مشتریانو ته د پیسو ورکول پیل کړل.

د افغانستان د مرکزي بانک او د بانکونو د ټولنې ترمنځ د هوکړې له مخې خصوصي بانکونه په اونۍ کې یو ځل تر دوه سوو امریکایي ډالرو او یا هم شل زرو افغانیو پورې پیسې خپلو مشتریانو ته ورکوي.

د اګسټ د ۱۵ مې وروسته چې طالبان کابل ته ننوتل ورسره سم د افغانستان بانک په ګډون ټولو بانکونو خپل فعالیت ودراوه چې په ورځني ژوند کې یې خلک له ډیرو ستونزو سره مخ کړل.

د بانکونو د خلاصیدو په لومړۍ ورځ د ټولو بانکونو مخ ته د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره زیاته وه. بانکونو ته په ورغولو کسانو کې ډیر د حکومت مامورین وو چې د خپل معاش د اخیستلو لپاره بانکونو ته ورغلي وو.

د عبدالصمد په نوم د حکومت یو مامور امریکا غږ ته وویل چې د بانکونو د بندیدلو وروسته له ډیرو ستونزو سره مخ وو او دا ځکه چې د ښاغلي عبدالصمد پر وینا هرڅه ډیر ژر پیښ شول او ده تمه نه کوله چې بانکونه به دومره ژر وتړل شي.

د مرکزي بانک د خلاصیدو وروسته په کابل ښار کې یو شمیر صرافۍ هم پرانیستل شوي دي خو د شهزاده سرای چې په افغانستان کې بهرنیو اسعارو د تبادلې ستر مرکز دی د دغه رپوټ تر لیکو نه وو پرانیستل شوی.

په کابل کې د حکیمي د ورونو د مالي خدمتونو مرکز چې له اوږده ځنډ وروسته یې نن فعالیت پیل کړی امریکا غږ ته وویل چې دا مرکز یو امریکايي ډالر د ۹۳ افغانیو په بدل کې تبادله کوي. خو د شهزاده سرای د خلاصیدو وروسته به په رسمي ډول د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ بیه اعلان شي.

XS
SM
MD
LG