د لاس رسي وړ اتصالات

اکسفام: نړیوالې کمپنۍ د غریبو هېوادونو مالیات خوري


د نړۍ د قوي اقتصادي هېوادونو د مرکزي بانکونو مشران او د مالیې وزیران د آسټرالیا په شمال کې سره کښینستل او د نړۍ پر مالي او اقتصادي وضیعت باندې یې خبرې وکړې. په دې مشرانو کې د امریکا د مرکزي بانک مشرې جنت یلن او د نړیوال وجهي صندوق مشرې کریستن لیګارد هم ګډون کړی وو.

د نړۍ د ۲۰ پرمختللو هېوادونو د مالیې وزیرانو او د مرکزي بانکونو ريْسانو د آسټرالیا د کوینسلند په ښار کې پر دې موافقه وکړه چې په راتلونکو ۵ کلونو کې به د نړۍ اقتصادي رشد دوه فیصده لوړ کړي.

خو د ګډونوالو ترمنځ پر دې باندې د نظر اختلافات موجود وو چې آیا د ځینو کمزورو هېوادونو سره باید د لنډ مهال دپاره مالي مرستې وسي چې اقتصادي فعالیت یې زیات سي او په نتیجه کې یې اقتصاد وده وکړي او که نه؟

د نړۍ د ۲۰ هېواودونو مشرانو د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې اعلان وکړ چې د ،،نړیوال بنسټیز سیستم،، په نامه به یو نوی نوښت پیل کړي چې هدف به یې د خصوصي سکتور د پانګه اچونې زیاتوالی وي.

دغه راز مشرانو د نړیوالو کمپنیوو پر هغو کړنو باندې هم بحث وکړ چې د مالیې د ورکولو څخه ځانونه بچوي او پیسې په خارجي بانکونو کې ساتي.

آسټرالیا چې ددې مالي غونډې کوربه هېواد و، وايي چې د دې دپاره چې نړیوالې کمپنۍ په هغه هېواد کې چې پیسې ګټې، اورې مالیات هم ورکړي، باید یو نړیوال میکنیزم رامنځ ته شي.

د اکسفام د مرستې او پراختیا سازمان د نړۍ د ۲۰ هېوادونو د مشرانو د پریکړې هرکلیْ وکړ چې غواړي د هغو نړیوالو شرکتونو مخه ونیسي چې د مالیې څخه د بچېدو په خاطر خپلې پیسې د یوه هېواد څخه بل هېواد ته انتقالوي.

د اکسفام موسسې د آسټرالیا د څانګې د پالیسۍ مشره جو پراید په دې هکله داسی وايي ،،د اکسفام سازمان اندېښنه لري چې هرکال ۱۰۰ میلیارده ډالر مالیات د غریبو هېوادونو څخه وړل کېږي. دا کار نړیوال شرکتونه کوي او پیسې آسټرالیا غوندي هېوادونو ته راانتقالوي او په هغو هېوادونو کې مالیات نه ورکوي چې ډیر ورته ضرورت دی. دغه غریب هېوادونه کولای شي چې په دې مالیاتو باندې ښوونځي او روغتونونه جوړ کړي.،،

په آسټرالیا کې د یادشوې دوه ورځنۍ غونډې وروسته د آسټرالیا د مالیې وزیر جو هاکي وویل په داسې حال کې چې د نړۍ اقتصاد مخ پر ودې دی خو په نړۍ کې افتصادي انکشاف متوازنه نه دی.

د امریکا د مالیې وزیر جک لېوو هم وویل چې د امریکا د اقتصاد قوي کېدو په نړۍ کې مثبت تاثیرات رامنځ ته کړي دي خو هغه مایوسي څرګنده کړه چې په جاپان کې اقتصادي رشد سوکه دی او د اروپا په اتحادیې کې هم د بې کارۍ کچه لوړه شوې ده او انفلاسیون هم ډیر کم دی چې دا خطر پېښولای شي.

نورو چین ته هم ګوته ونیوله او زیاته یې کړه چې چین په دې کې پاته راغلی دی چې د خپل اقتصاد ځینې ضعیفې برخې قوي کړي.

ټاکل شوې ده چې آسټرالیا به د سږکال د نومبر په میاشت کې د نړۍ د ۲۰ بډایوو هېوادونو د کلنۍ غونډې کوربه هېواد وي او دغه کلنۍ غونډه به د کوینسلند په ښار کې دایره شي.

XS
SM
MD
LG