د لاس رسي وړ اتصالات

له یو کلن ځنډ وروسته بیا کابل کې د اوزلوبې سیالۍ پیل شوې


د افغانستان دبدني روزنې ریاست وايي چې د اوزلوبې لرغونتوب ته په کتو باید دغه لوبه ژوندۍ وساتل شي.
د افغانستان دبدني روزنې ریاست وايي چې د اوزلوبې لرغونتوب ته په کتو باید دغه لوبه ژوندۍ وساتل شي.

د یوه کلن ځنډ وروسته افغانستان کې د اوزلوبې لیګ دویم پراړو نن کابل کې پیل شو.

دغه لیګ تېر کال هم پلازمېنه کابل کې پیل شوی و خو د کرونا ویروس له کبله بند شو.

د اوزلوبې لیګ دویم پراړو کې ۳۰۰ چاپندازان له نورو ولایتونو نه راټول شوي او په ۱۶ لوبډلو کې سره سیالي کوي.

نن جمعه مارچ پنځمه (کب ۱۵) د لیګ په لومړۍ ورځ د کندهار او پنجشیر لوبډلو ترمنځ سیالي تر سره شوه چې کندهار وګټله.

د لیګ لومړۍ سیالي د افغانستان پر وخت غرمه ۱۲ بجې د کابل او لوګر ولایتونو ترمنځ وشوه.

د افغانستان دبدني روزنې ریاست وايي چې د اوزلوبې لرغونتوب ته په کتو باید دغه لوبه ژوندۍ وساتل شي.

د یادې ادارې د مطبوعاتو یو غړي مجیب قاري زاده امریکا غږ ته وویل: "د افغانستان د ورزشي ادارې په دې هڅه دي چې د اوزلوبې په شان لرغونې لوبې ژوندۍ وساتي او لا وده ورکړي."

اوزلوبه د افغانستان دودیزو او لرغونو لوبو کې شمېرل کیږي او د دغه هېواد په اړه نړیوالو لیکل شویو اثرونو او د هالیوود او بالیوود فلمونو کې نړۍ ته ښودل شوې ده.

د هالیوود سینما (رامبو ۳) او د بالیوود سینما (خداګوا) هغه دوه نامتو فلمونه دي چې په ۱۹۸۸ او ۱۹۹۲ کې یې د افغانستان دغه دودیزه لوبه نړۍ ته ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG