د لاس رسي وړ اتصالات

مالیزیا د پدماوت فلم بند کړ، خو افغانستان نه دی کړی


دغه فلم په یوې اونۍ کې اته میلیونه ګټلي دي
دغه فلم په یوې اونۍ کې اته میلیونه ګټلي دي

د مالیزیا حکومت د هند د یو لانجمن فلم پدماوت په ښودلو او خپرولو بندیز ولګوه. د مالیزیا ۶۰ سلنه خلک مسلمانان دي.

د مالیزیا د سانسور ملي بورډ وايي چې په دغه فلم کې د اسلام بد تصویر وړاندې شوی دی. بورډ د فلم د خپروونکو غوښتنه هم رد کړې ده.

مالیزیا تر دې مخکې هم د مذهبي حساسیتونو له کبله د یو شمېر هغو فلمونو په ښودلو او خپرولو بندیز لګولی و چې د ځینو دیني او تاریخي روایتونو له مخې جوړ شوي وو.

د پدماوت فلم آن تر خپرولو مخکې په هند کې ځیني ناندرۍ پارولې وې. د هند ځینو تندلارو د دغه فلم د نه خپرولو غوښتنه کوله او ادعا یې دا وه چې په فلم کې د راجپوت قوم یوې ملکې ته سپکاوی شوی دی.

فلم په خټه د یو پخواني افغان سلطان علاوالدین خلجی او راجپوت د یوې ملکې ترمنځ د عشق پر خیالي داستان لیکل شوی دی. ټاکل شوې وه چې دا فلم د تېرکال په ډسمبر کې خپور شي، خو د مخالفتونو له کبله وځنډول شو.

د فلم جوړونکي وايي پر فلم یې ۳۱ میلیونه ډالر لګولي دي، هندي افراطیانو ان د فلم د کرکټرې دپيکا پدوکون د وژلو لپاره ۵۰ میلیون انعام هم اېښي و. دغه فلم په یوې اونۍ کې اته میلیونه ډالر ګټلي دي او پر هند سربېره، د امریکا او اروپا د ځینو هېوادونو په سینماګانو کې ښودل کیږي.

پدماوت او افغانستان

په فلم کې سلطان علاوالدین خلجی د راجپوت قوم پر ملکې پدوماوت زړه بایلی او بلاخره د خپلې مینې د ترلاسه کولو لپاره د راجپوت پر قوم یرغل کوي. یو شمېر مسلمان مورخین وايي چې دا فلم د تاریخي روایتونو په اساس نه بلکې د یو حماسي شعر په اساس لیکل شوی دی.

سره له دې چې په فلم کې سلطان علاوالدین یو"جابر، ظالم، خونخوار او بد انسان" پېژندل شوی خو د افغانستان حکومت تراوسه په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند صابر مهمند امریکا غږ ته وویل چې هغوی د پدماوت له محتوا خبر نه دي او فلم لا د افغانستان بازارونو ته نه دی راغلی.

خو ښاغلي مهمند وویل "هر هغه فلم چې د اسلام، د مسلمانانو او یا افغان د مشرانو په اړه غلط او ناسم تصویر وړاندې کوي، افغان حکومت او افغانانو ته به د منلو نه دی."

سلطان علاوالدین خلجی له جلال‌الدین نه وروسته د خلجیو دویم ځواکمن پادشاه و چې له ۱۲۹۶ څخه تر ۱۳۱۶ پورې د هند د وچې په ځینو برخو واکمن و او ډیلی یې د واکمنۍ مرکز و. د هغه په اړه ویل کیږي چې غوښتل یې دویم سکندر شي.

XS
SM
MD
LG