د لاس رسي وړ اتصالات

پدماوات فلم هندوان، مسلمانان او ښځې ولې غوسه کړي؟


سختدیرځه هندوان په دی ناراضه دي چې د راجپوت قام ملکه یې پکې په ځینو داسې جامو کې ښودلې چې بدن یې ښکاري
سختدیرځه هندوان په دی ناراضه دي چې د راجپوت قام ملکه یې پکې په ځینو داسې جامو کې ښودلې چې بدن یې ښکاري

د ډیرو لانجو، مظاهرو او د هند په سترې محکمې کې د قضیې د گټلو وروسته پدماوات فلم په سنیماگانو کې ښودل کیږي.

پدماوات چې د خپریدو سره پرې په سنیماگانو کې د خلکو بیروبار جوړ دی، ښیي چې ډیرې پیسې وگټي او وجه یې دا وه چې د خپریدو نه مخکې د دغې فلم ضد دومره مظاهرې وشوی چې زیات مشهور شو.

خو د هند د دغه تکړه او مشهور فلم جوړونکي سنجی لیلا بنسالي فلم د سختدریځه هندوانو سره سره مسلمانان او د ښځو د حقونو فعالین هم ناراضه کړیدي.

سختدیرځه هندوان په دی ناراضه و چې د راجپوت قام ملکه ( د ملکې رول ډیپیکا پاډیکور لوبولی دی) یې پکې په ځینو داسې جامو کې ښودلي ده چې لوڅي دی.

د سختدریځه هندوانو د مظاهرو نه وروسته، د فلم جوړونکې دیته اړ شو چې شاوخوا ٧٠ ایکټونه ترینه لیري کړي. د فلم د خپریدو نه وروسته په ټولنیزو رسنیو ځینو کسانو په دې حیراني څرگنده کړیده چې په دغه فلم د ادعاگانو برعکس راجپوت قام ته درناوې شویدي، د هغوي د غیرت او ننگ ډیرې قیصې پکې ویل شویدي.

بنگالۍ لیکواله تسلیمه نسرین لیکي

" پدماوات مې ولیدو، ډیره ښه قیصه ده. بیخي ساده ده. راجپوت اتلان دي. د پدماوت ملکه لکه دیوي او علاوالدین خلجي یو خراب شیطان. دا فلم به د چا ډیر خوښ شي؟ کرني سینا".

کرني سینا د راجپوتو هغه ډله ده چې د دغه فلم په ضد یې مظاهرې تنظیم کړې وې.

مسلمانان بیا په دی ناراضه دي چې علاوالدین خلجي چې په تاریخي ډول د هند یو اتل گڼل کیږي او هند یې څو څو وارې د منگولو د یرغل کونکو په مقابل کې خوندي وساته، په دغه فلم کې یو وح‍شي او جنسي تیری کونکی ښودل شویدی. په فلم کې د خلجي رول رنویر سنگ لوبولی دی.

هغه ( خلجي) په یو سین کې اومه غوښه خوري. ( هدف یې د مسلمانانو غوښه خواره ښودل دي.) انتقاد کونکي وایي چې مسلمانان غوښه خوري خو پخه شوي یې خوري اومه یې نه خوري.

په فلم کې دغه وح‍شي خلجي د پدماوات د ملکې د حسن قیصې واوري او د هغې د ترلاسه کولو لپاره د راجپوتو د پاچا رتن سنگ سره د جگړې لپاره راشي. ملکه پدماواتي د رتن سنگ میرمن وي.

د ښځو د حقونو فعالینې بیا وایي چې په فلم کې د راجپوتو ملکه د خپل ننگ د ساتنې لپاره ځان ووژني چې دا د هندوانو هغه پخواني رواجونه چې جوهر او ستي بلل کیږي، ته درناوې کول دي.

هندۍ هنرمندې او لیکوالې سوره باسکر د وایر لپاره یوه مقاله لیکلي ده. هغې په خپله مقاله کې په فلم سخت اعتراضونه کړیدي. هغه وایي چې په فلم کې یې د ښځو د ځان وژلو رسم یعني جوهر ته ډیر رومانټک رنگ ورکړی.

د فلم د پیل نه واخله تر اخیره پورې په جامه پیزارو او په سیټ، د بنسالي د پخوانیو نورو فلمونو پشان ډیره خواري شویده. په فلم کې دیپیکا پاډیکور، شاهد کپور او رنویر کپور یو ځلې بیا ډیر ښه ځلیدلي دي.

د دې باوجود چې په فلم ډیر اعتراضونه هم شویدي، خو پدماوات په لومړیو دوو ورځو کې دوه سوه کروړه کالدارې گټلي دي.

داسې ویل کیږي چې د بنسالي د نوور فلمونو لکه دیوداس، گولیو کی راس لیلا راو لیلا او باجي راو مستاني په ډول به دا فلم هم ډیرې پیسې وگټي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG