د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ: له افغانستان څخه پاکستان ته اوښتونکي ۱۳ وسله وال مو وژلي

د پاکستان پوځ وايي چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سرحدي سیمو کې یې پاکستان ته د یو شمېر وسلوالو د ننوتلو دوې جلا هڅې شنډې کړې او ۱۳ وسلوال وژلي دي.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) د پنجشنبې په ورځ د اپریل ۳۰مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې وژل شوي کسان د «فتنه الخوارج» ډلې غړي دي، د پاکستان حکومت تحریک طالبان پاکستان (TTP) «فتنه الخوارج» بولي.

د خبرپاڼې له مخې، د مومندو په ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د هغو وسلوالو ډله کشف کړه چې غوښتل یې له پولې واوړي. پوځ وایي، په نښته کې اته تنه ووژل شول.

همدغه راز وايي چې په شمالي وزیرستان کې یې یوه بله هڅه هم شنډه کړې او پنځه نور وسلوال یې وژلي دي.

(آی اس پي آر ) یو ځل بیا ادعا کړې چې هند د دغو وسله والو ملا تړي او زیاته کړې یې ده چې دا پېښې څرګندوي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پولې په مدیریت کې ناکام دی.

د پاکستان پوځ له افغان طالبانو غوښتي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره ونه کارول شي.

خو طالبانو په وار وار دا ډول ادعاوې رد کړي او ویلي دي چې دوی به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د کوم هیواد پر ضد وکارول شي.

د پاکستان پوځ ویلي چې د پاتې وسلوالو د له منځه وړلو لپاره تصفیوي عملیات روان دي او د ترهګرۍ ضد مبارزه به دوام ولري.

د تاوتریخوالي زیاتوالی او پوځي عملیات

پاکستاني مقامات ادعا کوي چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، په پاکستان کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.

اسلام‌اباد په وار وار له کابل څخه غوښتي چې په افغانستان کې دننه د تحریک طالبان پاکستان( TTP) خوندي پټنځایونه له منځه یوسي، خو وایي چې دا غوښتنې بې‌ځوابه پاتې دي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان دا ادعا ردوي او وايي چې هېچ یوې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیانو او نورو هېوادونو په ضد وکاروي.

دوی وايي چې په پاکستان کې نا امني د پاکستان داخلي مسئله ده او د پاکستان حکومت د امنیت په ټېنګښت کې د خپلې ناکامۍ پړه په افغانستان اچوي.

پاکستان د فبرورۍ په ۲۶مه د «غضب‌لله‌حق» په نوم پوځي عملیات پیل کړل.

که څه هم د اختر په مناسبت د مارچ له ۱۸مې تر ۲۳مې لنډمهاله اوربند اعلان شوی و، خو چارواکي وایي عملیات به تر هدفونو د رسېدو پورې دوام ولري.

نړیوالې اندېښنې

په همدې حال کې، د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لېنډسي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

هغه د افغانستان له سفره تر ستنېدو وروسته ویلي چې په کونړ کې وروستي بریدونه د اندېښنې وړ دي او ټینګار یې کړی چې باید د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره ټول اقدامات وشي.

لېنډسي زیاته کړې چې د شخړې د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره باید خبرې اترې او زغم ته لومړیتوب ورکړل شي.

بشري خراب وضعیت
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) هم خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ختیځ کې وروستیو نښتو بشري وضعیت لا خراب کړی دی.

د OCHA په وینا، د اپرېل په ۲۷مه د کنړ ولایت په مرکز اسعداباد کې د هوايي بریدونو او توغندیو له امله لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او شاوخوا ۷۹ نور ټپیان شوي، چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

تر ملګرو ملتونو ویلي وو چې د پاکستان په بریدونو کې لسګونه ولسي خلک وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت ادعا کړې چې پاکستان د کونړ په ولایت کې د یو پوهنتون په ګډون په څو سیمو بمباري او د توغندیو بریدونه کړي دي.

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په یاد پوهنتون یې برید نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان د حکومت استازو د اپرېل په میاشت کې د چین د ارومچي په ښار کې ولیدل او د تاوتریخوالي د کمولو په اړه یې خبرې کړې دي.

دواړو خواوو د شخړو د نه زیاتولو او د یوه «جامع حل» د موندلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG