د لاس رسي وړ اتصالات

پښتون قامي جرګه: پاکستان څخه افغانستان ته زرګونه ترهګر روان دي


پښتون قامي جرګه
پښتون قامي جرګه

په خیبر پښتونخوا کې یو شمېر سیاسي ډلو په چارسده کې «پښتون قامي جرګه» رابللې او په افغانستان کې په روان وضعیت او د افغانستان په اړه د پاکستان په تګلارې خبرې او بحثونه کوي.

دغې جرګې وار د مخه د افغانستان په اړه د پاکستان په تګلارې نیوکې کړې او د پاکستان له حکومت څخه یې غوښتې چې له دې کار څخه لاس واخلي.

په دغه قامي جرګه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ، قامي وطن ګوند، عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، د کارګرو ګوند او د مدني ټولنې مشران، استازي‌ او نور سیاسي فعالان ګډون لري.

د امریکا غږ ډیوه څانګه وايي چې د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر ایمل ولي خان په خپلو خبرو کې وویل چې له پاکستان څخه زرګونه وسله وال افغانستان ته د «جهاد» په نوم ځي او هلته یې اور بل کړی دی.

ښاغلي ولي خان وویل: «پاکستان ته په دې ورځو کې د ترهګرو جسدونه راروان دي چې دلته ورته دپاکستان په ملي بیرغ کې سلامي کیږي او په درناوي دفن کیږي.... مونږ خپلې سترګې ولې پټوو. د طالبانو د تربیت (روزنې) مرکزونه چېرې دي؟»

د دغې جرګې تنظیموونکي وايي د دې د راټولېدو لوی هدف دا دی چې د «پښتنو په سیمه او خاوره کې» جګړه بنده شي.

دا سیاسي ډلې داسې مهال پاکستان د افغانستان په چارو کې په لاسوهنې او د افغانستان په جګړې کې په مداخلې تورنوي چې افغان حکومت په وار وار دا خبره کړې ده چې اسلام اباد د طالبانو مشران ساتي،‌ جنګیالي یې روزي او افغانستان ته یې د جکړې لپاره استوي. خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي‌ دي.

XS
SM
MD
LG