د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستانۍ کالدارو د ارزښت تاریخي ټېټېدل؛ یو ډالر په ۲۲۲ کالدارو تبادله کېږي 


د پاکستاني‌کرنسۍ د ارزښت تاریخي کمېدل
د پاکستاني‌کرنسۍ د ارزښت تاریخي کمېدل

په پاکستان کې د اقتصادي بحران په ترڅ کې د دغه هېواد د پیسو ارزښت د خپل عمر تر ټولو ټېټې کچې ته ښکته شوی دی.

نن سه شنبه جولاۍ ۱۹ (چنګاښ ۲۸) د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې ۲۲۲ پاکستانۍ کالدارې په یو ډالر تبادله کېدې تېره ورځ په ۲۱۵.۲۰ کالدارې په یوه ډالر تبادله کېدې. په یوه ورځ کې یې ارزښت۶.۹۰ کالدارې ټېټ شوی دی.

په پاکستان کې د اسعارو د تبادلې د ټولنې مشر ملک بوستان امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې په دومره اندازه د کالدارو د ارزښت د ټېټېدو عمده علت په دغه هېواد کې روان بي‌ باوره سیاسي‌ وضعیت ګڼي.

په پاکستان کې په دې وروستیو کې سیاسي‌ او اقتصادي وضعیت ښه نه ګڼل کېږي. د مخکني صدراعظم عمران خان د لېرې کېدو یو عمده علت هم هلته بد اقتصادي‌ وضعیت بلل کېده.

پاکستان له دغه اقتصادي وضعیت څخه د وتلو لپاره له نړیوال وجهي‌ صندوق سره یو تړون لاسلیک کړی چې په اساس به یې دغه صندوق د پاکستان حکومت ته د اګست په میاشت کې ۱.۱۷ میلیارد ډالر پور ورکوي.

د چارو ځينې شننونکي په دې باور دي‌ چې په پاکستان کې روان سیاسي کشمکشونه ښايي د اسلام اباد او نړیوال وجهي صندوق ترمنځ ‌تړون باندې هم منفي اغیز وکړي.

په پاکستان کې د خوراکي توکو،‌ تیلو او ګازو قیمتونه لوړ شوي او خلک له دې کبله په حکومت باندې کلک انتقادونه کوي.

XS
SM
MD
LG