د لاس رسي وړ اتصالات

متیس: پاکستان د نړۍ تر ټولو خطرناک ملک دی


متیس په نیویارک کې په یو تحقیقاتي مرکز کې د خپل کتاب په اړه خبرې وکړی
متیس په نیویارک کې په یو تحقیقاتي مرکز کې د خپل کتاب په اړه خبرې وکړی

د امریکا د دفاع پخوانی وزیر جم متیس وایي چې پاکستان د نړۍ تر ټولو خطرناک ملک دی.

جم متیس په خپل نوي خپور شوي کتاب (کال ساین کیاس) کې د پاکستان د اتومي وسلو او په پاکستان کې د سختدریځۍ د زیاتیدو په اړه څرگندونې کړیدي او پاکستان یې د نړۍ تر ټولو خطرناک ملک بللی دی.

د امریکا د دفاع پخواني وزیر متیس د نیویارک د سټینفورډ په پوهنتون کې د یوې مرکې په مهال د خپل کتاب په اړه وویل چې دغه کتاب یې په پوځ کې د څلویښتو کلونو د خاطرو او تجربو په اساس لیکلی دی.

ښاغلي متیس د امریکا په پوځ کې څو لسیزې کار کړیدی، هغه د ٢٠١٧ کال نه واخله د ٢٠١٩ کاله پورې د امریکا د دفاع وزیر په توگه دنده ترسره کړه او ولسمشر ټرمپ سره د افغانستان سربیره د ځیني نورو مسئلو په سر د اختلاف له کبله یې له خپلې دندې استعفي ورکړه.

جم متیس په خپل کتاب کې د پاکستان په اړه لیکي چې دغه ملک د افغانستان په اړه مدام دا فکر لري چې هلته یو پاکستان پلوه حکومت درلودل به په سیمې کې د هند د نفوذ مخنیوی وکړي.

ښاغلی متیس وایي چې هغه تر اوسه پورې ګڼو ملکونو سره معاملې کړیدي چې له ډلې یې تر ټولو خطرناک هیواد پاکستان دی، ځکه هلته ولس کې سختدریځي زیاته شویده او اتومي وسلې هم لري.

د یادونې وړ ده چې د امریکا د دفاع د پخواني وزیر کتاب پداسې وخت کې خپور شویدی چې امریکا په افغانستان کې د سولې د موافقې د پلي کولو په اړه پرمختگ کړیدی.

XS
SM
MD
LG