د لاس رسي وړ اتصالات

شهباز شریف: د کشمیر په قیمت په کابل کې سوله نغواړو


ښاغلي شریف عمران خان تورن کړ چې له امریکا سره یې پر کشمیر معامله کړې ده
ښاغلي شریف عمران خان تورن کړ چې له امریکا سره یې پر کشمیر معامله کړې ده

د پاکستان په پارلمان کې د سیاسي مخالفې ډلې مشر شهباز شریف صدراعظم عمران خان تورن کړی چې له امریکا سره یې پر کشمیر معامله کړې ده.

نوموړي د سه شنبې ورځ (اګست ۶) وویل چې عمران خان د امریکا ولسمشر ټرمپ سره په ملاقات کې د افغانستان د سولې په بدل کې کشمیر معامله کړې ده.

ښاغلي شریف وویل "دا څنګه معامله ده؟ څنګه انصاف او څنګه فکر دی چې په افغانستان کې د سولې ټینګیدو لپاره دې خوشحالي وشي، او محفلونه دې جوړ شي، خو کشمیر کې دې وینې توی شي".

شهباز شریف ټینګار وکړ هغه څه چې افغانستان لپاره مهم دي، پاکستان لپاره هم دي او وویل چې پرته له شکه پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي.

هغه وايي " دا امکان نه لري چې کشمیر دې په اور کې وسوځي، ښځې او ماشومان دې وژل کیږي او موږ دې ولسمشر ټرمپ ته وایو چې په افغانستان کې سوله ټینګوو. داسې نه کیږي او داسې به و نه شي."

ددغو څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي چې ولسمشر ټرمپ سره یې د کشمیر په هکله خاصې خبرې نه دي کړي. وايي یوازې په کشمیر کې یې د ستونزې د حل لپاره وړاندیز کړی چې اساسي هدف یې په سویلي آسیا کې اقتصادي وده او د کشمیرد ستونزې حل وو.

وروسته له هغې چې د کشمیر پر سر د هند او پاکستان ترمنځ لانجه زیاته شوه، پرون هند په بې ساري اقدام کې د کشمیر اختیارات لغوه کړل.

د هند اساسي قانون ۳۷۰ مادې د جمو او کشمیر ایالت ته چې اکثره پکې مسلمانان اوسیږي ځانګړي اختیارات ورکړي وو، خو له دې وروسته دا اختیارات د اجرا وړ نه دي.

پاکستان د هند ددغه اقدام پر وړاندې تند غبرګون ښودلی دی. د پاکستان پوځ نن سه شنبه ( اګست ۶) وویل چې په د کشمیر کلکه ننګه کوي.

د پاکستان صداعظم عمران خان هم د هغه هیواد په پارلمان کې وویل چې غواړي دا مسئله د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG