د لاس رسي وړ اتصالات

تیر کال پدې ورځ منظور پښتین هم لادرکه و


د پښتون ژغورنې تحریک مشر منظور پښتین چې دا اوس وخت په ټول پاکستان کې د لادرکه شوو پښتنو او نورو قامونو د خلکو لپاره مبارزه کوي، یو کال مخکې پدی ورځ یعني د ٢٠١٧ کال د ستمبر په میاشت کې د کوره لادرکه شوې و.

منظور د اسلام اباد د مظاهرې نه وروسته امریکا غږ ته په خپلې ځانگړې مرکې کې ویلي و چې هغه پخپله هم د پاکستان ادارو لادرکه کړی و خو هغه خوشبخته و چې کور ته بیرته راغلو او اوس یې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه پیل کړیده.

منطور پښتین په خپل ټویټر د خپل لادرکه کیدو په اړه لیکلې "تیر کال مونږ هم د لادرکه کسانو په لسټ کې شامل و. هغه وخت پي ټي ایم نه و. مونږ په وزیرستان کې په خلکو د تشدد ضد احتجاجونه کړې و."

محسن داوړ چې د پښتون ژغورنې تح‏ریک یو د مخکښ مشرانو ندی، د نن نه یو کال مخکې د منظور پښتین د نیول کیدو په اړه ټویټونه کړې و.

د پي ټي ایم مشران اوس هم ادعا کوي چې په زرگونو کسان اوس هم د کورونو لادرکه دي او د هغوي لپاره به خپله مبارزه جاري وساتي.

محسن داوړ امریکا غږ ته وویل چې ترڅو پورې ټول لادرکو پښتنو په اړه ورته معلومات نه وي ورکړل شوي، د هغوي مبارزه به دوام وکړي. محسن داوړ وایي "هغه کسان چې جرمونه یې کړي، هغوي دې محاکمه شي او کوم چې بیگناه دي هغوي دې خپلو کورونو ته بیرته ولیږل شي."

د پي ټي ایم مشر منظور پښتین ادعا کوي چې د اتو زرو لادرکه کسانو په یو لسټ کار کوي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG