د لاس رسي وړ اتصالات

پښتون تحفظ تحریک بیا احتجاجي غونډه کوي


د پښتون ژغورنې مشرانو منظور پښتین، علي وزیر، محسن داوړ او ثنا اعجاز د یوې بلې مظاهرې لپاره کمپاین پیل کړیدی. د تحریک مشران وایي چې د اگست په ١٢ نیټه به په صوابۍ کې غونډه وکړي.

د پاکستان د عمومي انتخاباتو نه وروسته دا لمړنی ځل دی چې د پي ټي ایم ټول غړي چې پکې علي وزیر او محسن داوړ هم شامل دي، د غونډې تیاری نیسي.

د یادونې وړ ده چې محسن داوړ او علي وزیر دواړو د شمالي او جنوبي وزیرستان نه انتخابات گټلې دي او اوس د عمومي اسمبلۍ غړي هم دي.

منطور پښتین د دغې احتجاجي غونډه اعلان کړی دی. دغه احتجاج د پاکستان د سترې محکمې لخوا د نقیب الله محسود د قاتل پولیس افسر راو انور د خوشې کیدو ضد کیږي. منظور پښتین امریکاغږ ته ویلي چې خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي او "تر هغه پورې به مبارزه کوي چې ترڅو یې پښتون قام ژغورلې نه وي."

د تحریک مخکښې غړې ثنا اعجاز د څو وروځو راهیسې د احتجاج لپاره کوڅه په کوڅه کمپاین کوي. هغه لیکي

محسن داوړ په احتجاج کې د خپل گډون په اړه امریکاغږ ته وویل چې په سیاست کې د برخه اخیستلو هدف یې هم دا و چې د پښتنو مسلو ته د حکومت پام راواړوي او دا چې هغوي به په مظاهرې کې گډون وکړي.

په حکومت کې د شاملیدو یا نه شاملیدو په اړه پریکړه

له بلې خوا ځینې داسې نا تائید شوې راپورونه خپاره شوې و چې د تح‏ریک انصاف مشر عمران خان د پښتون تحفظ غورځنگ غړیو محسن داوړ او علي وزیر ته په حکومت کې د شاملیدو بلنه ورکړیده.

محسن داوړ امریکا غږ ته وویل چې هغوي د خپلو غوښتنو لسټ ورسپارلی دی او که دغه غوښتنې یې ومنل شوی نو هغوي به بیا د حکومت سره د شاملیدو پریکړه وکړي. "مونږ ته خلکو د پښتنو د حقونو د مبارزې کولو په نتیجه کې رای راکړېدی. که چیرته دوي زمونږ سره دغه ټول شرایط مني نو مونږ به هم ورسره ملگرتیا وکړو."

د یادونې وړ ده چې محسن داوړ او علي وزیر په شرایطو کې د وزیرستان د خلکو د تاوانانو پر ځاې کول، د بیگناه خلکو ځورونه او قتلونه بندول شامل دي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG